د کندهار خواږه انګور ولې بې بیې شول؟

د ویډیو تشریح، د کندهار خواږه انګور ولې بې بیې شول؟
د کندهار خواږه انګور ولې بې بیې شول؟
د خپرېدو وخت

د افغانستان په سوېل کې بڼوال وايي، له پاکستان سره د پولې له تړل کېدو وروسته د انګورو بیې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلې او له همدې امله اړ شوي، له انګورو ممیز یا کشمش جوړ کړي.

د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي، د ځمکنیو لارو بندښت او یا هم لارو اوږدو کې شته ستونزو، د انګورو صادرات تر ټولو ټیټې کچې رسولې ده.

ددغه بنسټ د مالوماتو پربنسټ سږکال تر دې دمه شاوخوا ۲۵۰ ټنه انګور بهر صادر شوي، حال دا چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ورته وخت کې له کندهاره شاوخوا ۱۵ زره ټنه انګور صادر شوي وو.

دوی هیله لري، د سالنګ په ګډون د ځمکنیو لارو له بشپړې پرانیستل کېدو سره به روسیه او چین د افغانستان د تازه او وچې مېوې لپاره ښه بازارونه شي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ادارې د شمېرو له مخې، سږکال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۲۲۵ زره ټنه اټکل شوي دي.

نور جزییات د مامون دراني په راپور کې.