د امریکا او ایران خبرې: د ایران مذاکراتي پلاوی سوېس ته روان شو

بېړنی خبر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ایران له خوا د هرمز تنګي د تړلو له اعلان سره هممهاله ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د محمد باقر قالیباف په مشرۍ ایراني پلاوی سوېس ته روان شوی دی.

ایراني رسنۍ وايي د دغې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران د پارلمان او مذاکراتي پلاوي مشر ملتیا کوي.

له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي و چې " د دغې سفر موخه د مقابل لوري د ژمنو تعقیبول دي." او په ټکو یې دا د خبرو اترو د دویم پړاو د رسمي پیل په مانا نه دی.

دا سفر داسې مهال کېږي چې د ایران د پوځ مرکزي قرارګاه اعلان کړی چې د د مقابل لوري د ژمنو څخه د سرغړونو له امله یې د هرمز تنګی تړلی دی.

د ایران پوځ د شنبې پر ورځ وویل، پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې د تېلو د لېږد مهمه او ستراتېژیکه لاره هرمز تنګي تړي.

ایران پر امریکا او اسرائیلو تور لګولی چې له شوې هوکړې سرغړونه کوي.

د ایران د انقلابي ګارد سمندري ځواکونو ویلي، له هوکړې د سرغړونې له امله هرمز تنګی په بشپړ ډول تړل شوی دی.

د ایران له دې اعلانه وروسته د امریکا د پوځ مرکزي کمېټې ( سنټکام) اعلان وکړ چې د هرمز په تنګي کې " چمتو او هوښیار" پاتې کېږي.

سنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي " امریکايي ځواکونه به د هرمز په تنګي کې پاتې وي، دوی هوښیارانه ګام ته چمتو دي تر څو وګوري له ایران سره د شوې هوکړې ټول موارد پلي کېږي."

امریکا او ایران تر منځ شوې هوکړه کې راغلې " د دې یادښت په لاسلیک کولو سره، امریکا، د ایران اسلامي جمهوریت او په اوسنۍ جګړې کې د لبنان په ګډون د دوی متحدین په ټولو جبهو کې د پوځي عملیاتو سملاسي او دایمي پای اعلانوي او ژمنه کوي چې د یو بل پر وړاندې به هېڅ ډول جګړه یا پوځي عملیات نه کوي، د یو بل پر وړاندې به د ګواښ یا ځواک له کارولو ډډه کوي او د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت تضمین به کوي."

وروستۍ موافقه او د دې بند نور حکمونه به د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې دایمي پای تاییدوي.

د ایران پوځ د لبنان له سوېل څخه د اسرائیلي ځواکونو نه په شاه تګ د هرموز تنګي د تړلو بل لامل یاد کړی دی.

ایران دا " د دوښمن د ژمنې ماتولو" په بدل کې لومړی ګام بللی دی.

دا خبر د بشپړېدو په حال کې دی...