پاکستاني پولیس څنګه د اوکرایین په څېر په جالونو د ډرون بریدونو مخه نیسي؟
پاکستاني پولیس څنګه د اوکرایین په څېر په جالونو د ډرون بریدونو مخه نیسي؟
د خپرېدو وخت
د پاکستان په شمالي سرحدي سیمه کې د پولیسو د خښتو ودانیو مخې ته سپینې جالۍ په لوړ ډول غځول شوې دي. دا یوه جګړه ییزه تګلاره ده چې د اوکرایین له جګړې اخیستل شوې او موخه یې دا ده چې پولیس د وسله والو وروستي ګواښ، یعنې ډرونونو خوندي وساتل شي.
د دغو جالونو کارول ښيي چې د اوکرایین د جګړې تجربې تر لرې سیمو پورې اغېز کړی دی او امنیتي ځواکونه هڅه کوي د یوه ارزانه، کارولو ته اسانه او په پراخه کچه د لاسرسي وړ وسلې پر وړاندې خپل دفاعي تدابیر پیاوړي کړي.



