تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سټوډیو ژوندۍ خپرونه کې د کلاشنیکوف کارولو زدکول
د ایران دولتي ټلویزیون یو وړاندې کوونکي د جمعې په ورځ (د مې ۱۵مه) د ژوندۍ خپرونې پر مهال د ټوپکو له یوه روزونکي سره په سټوډیو کې خبرې کولې او په همدې وخت کې یې د متحده عربي اماراتو پر بیرغ ډزې وکړې. سیمهییزو رسنیو ویلي چې دا پروګرامونه د هغو کسانو د چمتووالي له کمپاین سره تړاو لري چې غواړي د "ایران لپاره د سرښندنې" پروګرام کې رضاکار شي. راپورونه وايي چې تر ۳۱ میلیونو ډېرو کسانو له امریکا او اسرائیل سره د جګړې په غبرګون کې دې رضاکارانه پروګرام ته نوملیکنه کړې ده.
پوځي روزنیز ځایونه جوړ شوي چې پکې ځینې عام خلک د اسلامي انقلابي ګارد له خوا د(کلاشنیکوف AK-47) ټوپکونو کارول زده کوي. ځینې ایراني ټولنیزو رسنیو کاروونکو دا تلویزیوني روزنه د "نظامي کېدو او تاوتریخوالي هڅونه" بللې ده.