ایټالیا کې اته کسان په خلکو د موټر خېژولو پېښه کې ژوبل شوي

A silver car with the front mangled up next to a recovery vehicle, with police and police cars visible in the middle of the road

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، موټر ډېر تېز روان و
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ایټالیا په شمالي ښار مودینا کې یو کس خپل موټر په خلکو ورخېژولی چې له امله یې اته کسان ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي د څلورو ټپونه مرګوني دي. دوی کې یوه مېرمن هم ده چې په دې پېښه کې یې دواړه پښې پرې شوې دي.

چلوونکی چې چړه ورسره وه،‌ یوه دوکان سره د موټر له درېدو وروسته، راکښته شو او هغه تن ژوبل کړ چې د ده د کنترولو هڅه یې کوله.

چارواکو ویلي ۳۱ کلن تورن په خټه د مراکش دی خو د ایټالیا تابعیت هم لري.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني دا یو "جدي پېښه" بللې او قبرس ته یې خپل پلان شوی سفر ځنډولی دی.

Paramedics in red uniforms attend to injured people, an ambulance can bee seen as well as a stretcher in addition to civilians

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پېښه د مودینا به تاریخي مرکزي سیمه کې رامنځ ته شوې ده

د مودینا والي فبریزیا ټرولو یو خبر کانفرانس ته وویل "تورن الخدري په ۲۰۲۲ کال کې روانې درملنې ته معرفي شوی و، خو تر هغې راوروسته چا نه و لیدلی".

یو عیني شاهد وویل "موټر یې ولید چې په سلو کې روان و، خلک یې هوا کې یوې او بلې خوا ته وغورځول".

د مودینا ښاروال مسېومو مازیتي "داسې ښکاري چې موټر چلوونکي قصدا په خلکو موټر ورخېژولی دی".

پېښه کې پنځه مېرمنې او درې نارینه ژوبل شوې دي.

چلوونکی د پېښې له ځایه د تېښتې هڅه کوله خو خلکو یې مخه ونیوله.

ښاروال وویل تورن له میلان سره نږدې په بارګامو ولایت کې زېږېدلی او په مودینا کې اوسېد.

د ایټالیا خبري رسنۍ وايي دا سړی "له اقتصاد پوهنځي فارغ شوی، بې روزګاره و او هېڅ جرمي مخینه نلري".