سعودي کې د اسلام د پیغمبر او عمر بن خطاب په نومونو ډبرلیکونه کشف شوي

د ویډیو تشریح، سعودي کې د اسلام د پیغمبر او عمر بن خطاب په نومونو ډبرلیکونه کشف شوي
سعودي کې د اسلام د پیغمبر او عمر بن خطاب په نومونو ډبرلیکونه کشف شوي
د خپرېدو وخت

د سعودي عربستان په مدینه منوره کې لرغونپوهانو او څېړونکو داسې ډبرلیکونه او نقشونه موندلي چې د اسلام د پیغمبر او د دویم خلیفه حضرت عمر بن الخطاب نومونه پکې لیدل کېږي.

د دغو لرغونو اثارو موندنه د اسلامي تاریخ او لرغونپوهنې له پلوه مهمه بلل کېږي، ځکه دا ډول نقشونه د اسلام د لومړیو پېړیو له تاریخي شواهدو ګڼل کېږي.

د سعودي عربستان د میراث ادارې اعلان کړی چې د مدینې منورې د مهد سیمې په لرغونپوهنيزو سروېګانو کې سلګونه نوي تاریخي اثار موندل شوي او په یوه مشهور ډبرلیک کې دا عبارت هم لیکل شوی: "الله تعالی په دنیا او اخرت کې د عمر بن الخطاب دوست او ملګری دی، له الله تعالی پرته بل حق معبود نه شته".

د څېړونکو په وینا، دا لیکنه په حجازي خط لیکل شوې چې د عربي لیکدود له تر ټولو پخوانیو اسلامي بڼو ګڼل کېږي.

د سعودي میراث ادارې ویلي چې د دې سروې په ترڅ کې ۱۷۷۴ لرغوني اثار ثبت شوي، چې پکې اسلامي نقشونه، ثمودي لیکنې، ډبرین انځورونه او نور تاریخي ځایونه شامل دي.

دا موندنې د اسلامي تاریخ د لومړیو دورو د مستندو اثارو له مهمو شواهدو بلل کېږي او د سیمې له تاریخي او فرهنګي میراثه پرده پورته کوي.

#بي_بي_سي #اسلام #د_اسلام_پیغمر #عمر_بن_الخطاب #لرغوني_اثار