د ایران تاریخي او کلتوري اثار جګړې څومره زیانمن کړي؟

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images
- Author, مسعوداذر
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې
د ایران پېژندنې پوهانو (د ایران د ژبې، تمدن، میراث او تاریخ څېړونکو)، لرغونپوهانو او د کلتوري میراث د ساتنې لېوالو د ۴۰ ورځنۍ جګړې په بهیر کې د ایران کلتوري میراث ته د اوښتو زیانونو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته خپله ژوره اندېښنه څرګندې کړې ده.
د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند له پیل سره سم، د یو شمېر تاریخي او کلتوري سیمو د وضعیت او ورته د اوښتو زیانونو د کچې په اړه ډېر معلومات په ډاګه کېږي. ایراني چارواکو ویلي چې په وروستۍ شخړه کې یو شمېر تاریخي ځایونه هم زیانمن شوي دي.
د اپرېل پر ۲۱مه، د یونسکو لپاره د ایران د ملي کمېټې منشي اعلان وکړ چې د ۴۰ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې شاوخوا ۱۶۰ تاریخي میراثونه او کلتوري ځایونه زیانمن شوي. دا پردې معنا ده چې هره ورځ په اوسط ډول څلور ځایونه زیانمن شوي دي.
د ایراني چارواکو په وینا، دا اټکلونه وروستي نه دي. دوی په زیانمنو شویو ځایونو کې لومړني مالي زیانونه شاوخوا ( ۷۵۰ ټریلیون ریاله) اټکل کړي دي. داسې انګېرل کېږي چې دا زیانونه په ۲۰ ولایتونو کې اوښتي، چې تر ټولو لوړه کچه یې په تهران، اصفهان او کردستان کې ثبت شوې ده.
د تاریخي او کلتوري سیمو بیا رغونه یو لویه ننګونه کیدلی شي. داسې حالت کې چې د ایران اسلامي جمهوریت له نورو اقتصادي او مالي کړاونو، په ځانګړې توګه له بندیزونو او د جګړې له پایلو سره مخ دی. ورسره، د بیا رغونې په کار کې ځنډ کولی شي په راتلونکي کې زیانونه نور هم پراخه کړي.

د عکس سرچینه، TASNIM
نورې اندېښنې هم راپورته شوې دي، د ایران پېژندنې څېړونکي او تاریخ پوه تورج دریایي اندېښنه ښودلې چې، کلتوري میراثونه ښايي د سیاسي شخړې پر وسیله یا ډګر بدل شي، یا ورته د سیاسي ډلو ترمنځ د سیالۍ له زاویې وکتل شي.
دریایي له بي بي سي فارسي سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې کلتوري میراثونه باید د سیاسي ډلو لپاره د "فوټبال په لوبغالي" بدل نه شي. هغه زیاته کړه: "دا اثار زموږ د تاریخ او هویت برخه ده، او که له منځه لاړ شي، جبران یې ناشونی دی."
دریایي، چې د کلیفورنیا په پوهنتون کې د ایران د څېړنو او کلتور د مرکز مشر دی، وویل: "د کلتوري میراث خبره په اصل کې یوه سیاسي او ګوندي مسله نه ده، دا نه په کیڼ اړخ پورې اړه لري او نه په ښي اړخ پورې، نه په شاهي نظام پورې او نه په اسلامي جمهوریت پورې تړاو لري. دا اثار د ایران د ټولو خلکو او سیمې اړوند دي او د نړۍ د میراثونو یوه برخه ده."
د تاریخي ځایونو د زیانمنېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو سره هم مهاله، د نړۍ له ګوټ ګوټه له ۳۲۰ ډېرو څېړونکو، د پوهنتون استادانو او د کلتوري میراث د چارو متخصصینو یو ګډ بیان خپور کړ چې پر دې سیمو بریدونه یې وغندل. دوی د نړیوالو بنسټونو د بې کفایتۍ په اړه چې د دې اثارو په ساتنه کې یې ښودلې، خپله نهیلي څرګنده کړې ده.
د بیان لاسلیکوونکو د بریدونو د سملاسي بندېدو، په پوځي پلانونو کې د کلتوري میراث د ساتنې شاملولو او له زیان اړوونکو سره د حساب کتاب غوښتنه وکړه. تورج دریایي هم د دې بیان له لاسلیکوونکو یو و.
همدارنګه، لاسلیک کوونکو له یونسکو،ایکوموس او له نیلي ډال نړیوالې شبکې وغوښتل چې روښانه دریځ غوره کړي او د دې لړۍ د دوام مخنیوي لپاره له ډیپلوماټیکو او قانوني وسیلو کار واخلي.
د لاهای کنوانسیون او د کلتوري میراث په اړه اندېښنې
د ایران دننه او بهر د لرغونپوهنې، تاریخ او ټولنیزو علومو څېړونکي او متخصصین په خپل بیان کې د وسله والو شخړو پر مهال د کلتوري ملکیتونو د ساتنې په اړه د ۱۹۵۴ کال د لاهای کنوانسیون ته اشاره کوي. دوی ټینګار کوي چې د متحده ایالاتو او اسرائیلو لخوا شوي بریدونو "ښايي نړیوال قوانین نقض کړي وي."
د دویمې نړیوالې جګړې له پراخو ویجاړیو او په ډېرو هیوادونو کې د کلتوري میراثونو له منځه تلو وروسته، نړیواله ټولنه دې پایلې ته ورسېده چې د کلتوري میراث د ساتنې لپاره یوې قانونې اډانې ته اړتیا ده.
د پایلې په توګه، په ۱۹۵۴ کال کې د لاهای کنوانسیون د کلتوري میراث د "درناوي" او "ساتنې" د دوو اصولو پر بنسټ تصویب شو، په دې ټینګار سره چې "د هر ملت کلتوري میراث ته زیان رسول، د ټول بشریت کلتوري میراث ته زیان اړول دي."
دا کنوانسیون د کلتوري میراث د ساتنې په برخه کې د نړیوالو قوانینو یو له خورا مهمو وسیلو دی، چې د وسله والو شخړو پر مهال، تر وړاندې او وروسته د دولتونو پر غاړه یو لړ په ګوته شوي مسولیتونه ږدي.
د کلتوري میراث د ساتنې خورا مهم ګامونه د سولې پر وخت پلي کېږي. له شخړې وړاندې پړاو کې، د لاهای کنوانسیون له هیوادونو غواړي چې د خپل کلتوري میراث د ساتنې لپاره پلان جوړ کړي، چې په دې کې د مهمو ځایونو هراړخیز نوملړ چمتو کول، د اسنادو د ثبت اډانه جوړول، د لېږد وړ اثارو لپاره د خوندي ځایونو تیارول، او پوځي کسانو ته د کلتوري میراث د درناوي په اړه روزنه ورکول یاد شوي دي.
د کنوانسیون بنسټیز اصل د جګړې پر مهال "د کلتوري ملکیتونو درناوی" ته اشاره کوي، چې دا اصل پر دولتونو دوه مهم مسولیتونه مني: لومړی، د کلتوري ځایونو او ودانیو له هر ډول پوځي کارونې ډډه کول چې هغه په نظامي اهدافو بدلوي او دویم، د دې ملکیتونو پر وړاندې له هر ډول دښمنانه عمل ډډه کول دي.
کنوانسیون ټینګار کوي چې د شخړې اړخونه باید تر هغه ځایه چې شونتیا لري، دې ځایونو ته له زیان رسولو ډډه وکړي، ان که پوځي موخې ورته نږدې هم وي، او د "تناسب" اصل ته غاړه کېږدي. یوازینۍ محدوده استثنا د "بېړنۍ نظامي اړتیا" شرط دی، چې دا شرط خورا تنګ او پېچلی تفسیر لري.
د دې کنوانسیون بل مهم حکم د "نیلي ډال" (Blue Shield) نړیوالې نښې رامینځته کول دي چې د وسله والې شخړې پرمهال د کلتوري ملکیتونو د پیژندلو او ساتنې لپاره کارول کیږي.

پر ودانیو او کلتوري مرکزونو د دې نښو لګول امنیتي ځواکونو ته یو خبرداری دی چې دا ځایونه د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي دي.
کنوانسیون د کلتوري میراث لوټل، غلا او قصدي ډول ویجاړول منع کوي. دا کړنې نه یوازې له نړیوالو مکلفیتونو پښه اړول دي، د نړیوالو جزايي قوانینو له مخې د جنګي جرمونو په توګه هم پېژندل کیدلی شي.
دا مسولیتونه د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم پر ځای پاتې کیږي. دولتونه اړ دي چې د لېږد وړ کلتوري اثار خپلو اصلي ځایونو ته ستانه کړي، د زیانمنو شویو ځایونو د بیا رغونې لپاره لا په چاره شي، د ویجاړولو یا نا قانونې سوداګرۍ مسؤلین پسې وڅاري، او د دې ملکیتونو په اوږدمهاله ساتنه کې نړیوالې همکارۍ پیاوړې کړي.
د جګړې پر مهال د کلتوري میراث د ساتنې ننګونې
د تاریخ استاد او د کلیفورنیا په پوهنتون کې د ایران د مطالعاتو د مرکز مشر، تورج دریایي، یو له هغو څېړونکو دی چې د ایران پر تاریخي میراثونو بریدونه یې غندلي دي.
دريايي بي بي سي فارسي ته وويل: "تاریخي اثار زموږ د هویت برخه ده. ځکه چې زه ايرانی يم او کلتوري ميراث، تاريخي اثارو او د ايران تمدن ته ډېر ارزښت ورکوم، ما دا بیان لاسليک کړ."
هغه زیاته کړه چې د ده د څېړنو او کار ساحه د ایران تاریخ او تمدن دی: "موږ د همدې اثارو او مادي شواهدو پر بنسټ تاریخ لیکو، او دا هغه کار دی چې راتلونکي نسلونه به یې هم جاري ساتي. له همدې امله، د دې اثارو ویجاړول زما لپاره د مسلکي او انساني پلوه خورا خطرناک او د ژورې اندېښنې وړ دي."
هغه په عراق، سوریه، لبنان او افغانستان کې د شخړو پر مهال د کلتوري میراث نازکوالي ته اشاره وکړه او ویې ویل: "په ډېرو داسې مواردو کې د سيمه يیزو لرغونپوهانو او متخصصينو غږ نه دی اورېدل شوی او نړيوالې پاملرنې يوازې هغه وخت کېدلی شي چې د دې ميراث يوه لویه برخه لا دمخه ویجاړه شوې وه."
پر عراق د ۲۰۰۳ کال د امریکا برید او د "د هېواد د موزیمونو لوټلو" ته په اشارې سره دریایي وویل: "ان امنیتي ځواکونو په ځینو پېښو کې د بابل په څېر لرغونو ځایونو ته زیان رسولی دی. وروسته په عراق کې د بې ثباتۍ په سیوري کې، د داعش په څېر ډلو د هېواد کلتوري میراث په پراخه کچه ویجاړ کړ."
هغه زیاته کړه: "له هغو کلونو راهیسې دا اندېښنه وه چې ایران به د امریکا د بریدونو احتمالي نښه وګرځي، له همدې امله د موزیمونو د ساتنې او د اثارو د لوټلو د مخنیوي لپاره تدبیرونه نیول شوي وو. خو حقیقت دا دی چې ایران د زرګونو تاریخي ځایونو او اثارو هېواد دی، او ځینې اټکلونه ښيي چې په سلګونو زره لرغوني ځایونه شته. د محدودو مالي منابعو په درلودو سره د داسې ستر میراث ساتنه خورا ستونزمن کار دی. په داسې حال کې چې سیاسي عواملو له امله ګرځندوی (سیاحت) کم شوی او عاید یې لږ دی، او دولتي بودیجه هم له محدودیتونو سره مخ ده، کلتوري میراث له لویو ننګونو سره مخ دی."
دریایي زیاته کړه چې ځینې زیانونه په اسانۍ سره په رسمي احصایو کې نه راځي. د بېلګې په توګه، د تاریخي ښاري جوړښت ویجاړول یا لرغونو ځایونو ته رسېدلي زیانونه خامخا د "یو ځای" د له منځه تللو په توګه نشي ثبتېدلی، که څه هم اغېز یې ډېر ژور وي.

د عکس سرچینه، YJC.IR
د پوځي موخو لپاره د تاریخي ځایونو د کارولو د پایلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل: "دا یو ډېر خطرناک کار دی. که کوم تاریخي ځای د نظامي موخو لپاره وکارول شي، دا په عملي ډول بل لوري ته د هغه د ویشتلو پلمه ورکوي."
هغه زیاته کړه: "په داسې شرایطو کې په اسانۍ سره ادعا کېدلی شي چې په ځای کې نظامي تجهیزات یا ځواکونه شته، چې دا د هغه د ویجاړېدو خطر خورا زیاتوي."
د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې، د ایران د کلتوري میراث وزارت د پراختیا او سرچینو د مدیریت د چارو مرستیال اعلان وکړ چې په ایران کې له یو میلیون ډېر لرغوني اثار پېژندل شوي دي. له دې اثارو یوازې شاوخوا ۴۰ زره اثار (نږدې ۴ سلنه) په ملي کچه په رسمي ډول ثبت شوي دي.
کوم ځایونه زیانمن شوي دي؟
ایراني چارواکو بېلابېلې شمېرې وړاندې کړې چې د جګړې پر مهال له ۱۴۰ تر ۱۶۰ پورې د تاریخي ځایونو او کلتوري مرکزونو د زیانمنېدو ښودنه کوي.
د اپرېل د ۱۵مې په یوه ویناپاڼه کې، چې د یو شمېر نامتو څطرو له لوري لاسلیک شوی و، ۱۳۰ ځایونو ته اشاره شوې او یادونه شوې وه چې د ۱۰۰ ویجاړ شویو ودانیو "پخلی شوی دی."
په اغېزمنو شویو ځایونو کې ویل شوي چې "د سنا مجلس ودانۍ" چې د اسلامي شورا د مجلس پخوانۍ ودانۍ او په وروستیو کلونو کې د خبرګان د مجلس د غونډو ځای و د متحده ایالاتو او اسرائیلو په بریدونو کې په مخامخ ډول په نښه شوې ده.
د اپرېل پر ۲۱مه، د ایران رسمي خبري اژانس د یونسکو لپاره د ایران د ملي کمېټې د عمومي منشي حسن فرودوسي له قوله وویل چې د ځینو ویجاړو شویو ودانیو تاریخ له ۴۵۰ تر ۶۰۰ کلونو پورې رسېږي، او ان د هغوی له رغونې سره هم د هغوی اصلي بڼه په بشپړ ډول نه شي بېرته راګرځېدلی.
فرودوسي یادونه وکړه چې سنندج، کرمانشاه، خرم اباد، اصفهان او تهران په څېر مختلفو سیمو ته متخصصې ډلګۍ استول شوې دي چې زیانونه مستند کړي او یونسکو ته یې وړاندې کړي.
هغه وویل: "تمه کېږي چې د یونسکو کارپوهان، په ځانګړې توګه د نړیوال میراث متخصصین، که امنیتي شرایط اجازه ورکړي، د ساحوي ارزونې لپاره ایران ته سفر وکړي."

د عکس سرچینه، TASNIM
د اپریل پر ۱۱مه، له اوربنده درې ورځې وروسته، د ایران د کلتوري میراث، ګرځندوی او لاسي صنایعو وزارت د ۱۳۲ هغو ودانیو او تاریخي ځایونو نوملړ خپور کړ چې په جګړه کې زیانمن شوي وو. د دې نوملړ له مخې، تهران ته تر ټولو ډېر زیان اوښتی، چې په پلازمېنه کې له ۶۰ ډېر ځایونه د ۴۰ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې زیانمن شوي دي.
د تهران په ولایت کې په اغېزمنو شویو ځایونو کې د ګلستان ماڼۍ، د سعد اباد کلتوري او تاریخي ټولګه، د ایران د پاستور انسټیټیوټ ودانۍ، او د امام خمیني په واټ کې د مرمر ماڼۍ یادې شوي.
اصفهان ولایت کې له تهران وروسته د زیانونو دویمه لوړه کچه ثبت شوې ده. په اغېزمنو شویو ځایونو کې د "چهل ستون" ماڼۍ میوزیم، د ارایشي هنرونو میوزیم، د شاه جومات، او د نقش جهان میدان یاد شوي دي.
په کردستان ولایت کې، د سالار سعید ماڼۍ (د لرغونپوهنې میوزیم) او د اصف وزیري ماڼۍ (کردي کور د انټروپولوژۍ میوزیم) ته زیانونه اوښتي دي.
"د جګړې تر سیوري لاندې د خزانو کیندل"
د جګړې پر مهال د تاریخي ځایونو د ویجاړېدو اندېښنه یوازې په بمبارۍ پورې محدوده نه ده، ځکه راپورونه ښيي چې نا قانوني کیندنې هم دې ځایونو ته سخت زیان رسولی شي.
د لاهای کنوانسیون له مخې، د کلتوري میراث لوټل، غلا او قصدي ویجاړول د جنګي جرمونو په توګه ثبتېدلی شي.
د اپرېل پر ۱۴مه د "جګړې تر سیوري لاندې د خزانو کیندل" تر سرلیک لاندې په یو راپور کې، سیمه ییزې ورځپاڼې "پیام ما" ولیکل چې تاریخي ځایونه له یوې خوا له بمباریو سره مخ وو او له بلې خوا ځینو فرصت طلبو کسانو له جګړې په ګټې اخیستنې د لرغونو اثارو د موندلو لپاره کیندنې پیل کړې وې.
ورځپاڼې د کلتوري میراث د څېړونکي او فعال سیاوش اریا له نکله لیکلي چې په فیروز اباد، فراشبند، داراب، نور اباد او رستم په څېر سیمو کې د نا قانونه کیندنو کچه لوړه شوې، او زیاته کړې یې ده چې "کیندنې د جګړې پر مهال پیل شوې او د اوربند په بهیر کې هم دوام لري."
ورځپاڼې اشاره کړې چې په رضوي خراسان، ایلام او کرمان ولایتونو او همدارنګه په اندېمشک په څېر سیمو کې د کیندنو د زیاتوالي راپورونه ترلاسه شوي، او ټینګار یې کړی چې "د خزانو لټوونکي د داسې څه په لټه کې دي چې په ډېرو مواردو کې نه وو لیدل شوي، خو په مقابل کې یې داسې حقیقي څه ویجاړوي چې جبران یې ناشونی دی."



















