ډېره اسماعیل خان کې پر پوسته موټربم برید

د ویډیو تشریح، ډېره اسماعیل خان کې پر پوسته موټربم برید
ډېره اسماعیل خان کې پر پوسته موټربم برید
د خپرېدو وخت

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي په ډېره اسماعیل خان کې پر یوه امنیتي پوسته موټر بم برید کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

چارواکو ویلي، دغه برید درازنده او مغل کوټ سیمو ته نږدې کوټې ته پر غځېدلي سړک د 'امن مېلې' په نوم د امنیتي ځواکونو او ګمرک ادارې پر ګډه پلټونکې پوسته شوی دی.

دوی وايي، برید کې ټول وژل شوي د کمرګ د یوه چارواکي په ګډون ملکي کسان دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، د دغه برید مسوولیت د پاکستان طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي‌) منلی.