له شارجه څخه د پاکستان کراچۍ ته روانه کارګو الوتکه بې‌درکه شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

پاکستان کې د کې‌ټو (K2) په نوم د یوه خصوصي کارګو هوايي شرکت یوه بوینګ ۷۳۷ الوتکه چې د متحدو عرب اماراتو له شارجې څخه د پاکستان کراچۍ ښار ته روانه وه، په لار کې بې‌درکه شوې ده.

په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي چې په دې الوتکه کې د عملې پېنځه کسان سپاره وو.

د پاکستان د هوايي ډګرونو د کنټرول ادارې یوه اعلامیه کې ویلي، چې دې الوتکې په ځايي وخت د شپې ۹ بجې او ۱۸ دقیقې د لار موندنې سیستم (ناویګېشن) کې د خرابۍ اطلاع ورکړه او ورپسې د کراچۍ د هوايي‌ چلن د کنټرول مرکز (ای‌سي‌سي‌) دې الوتکې ته لارښوونې وکړې.

په بیان کې ویل شوي چې د شپې ۹ بجې او ۲۱ دقیقې په رادار باندې وکتل شول چې الوتکه په چټکۍ سره مخ په کښته روانه ده او ناڅاپه یې لوری هم بدل شو.

د کراچۍ د هوايي چلن د کنټرول مرکز ویلي، وروسته یې له دغې الوتکې سره اړیکه پرې شوه.

د پاکستان د هوايي ډګرونو د کنټرول ادارې په وینا،‌ دمګړۍ د بېلابېلو ادارو په مرسته سمندر کې د دې الوتکې د لټون او ژغورنې عملیات پیل شوي دي.

د پاکستان پوځ د اطلاعاتو او عامه اړیکو دفتر (ای‌ایس‌پي‌ار) د دوی سمندري او هوايي ځواک هم د کې‌ټو هوايي شرکت د دې بې‌درکه شوې الوتکې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې همکاري کوي.‌

ای‌اېس‌پي‌ار په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پي‌اېن‌اېس دولفقار په نوم د دوی یوه بېړۍ سیمې ته روانه شوې ده.

اعلامیه کې راغلي‌ چې د پوځ د هوايي ځواک سرچینې هم د لټون او مرستې رسولو دندو باندې ګومارل شوې دي.

د ای‌ایس‌پي‌ار په وینا د پاکستان د سمندري ځواکونو یوه ای‌ټي‌ار الوتکه له تربت هوايي ډګره الوتې او د بېړۍ چلولو ملي شرکت (پي‌این‌اېس‌سي) یوه سوداګریزه کښتۍ هم د لټون عملیاتو کې برخه اخلي.