حکمتیار له خپلو ګوندي ملګرو وغوښتل له هغو کسانو سره اړیکي پرې کړي، چې د طالبانو په ګډون د ځینو سیاسي بهیرونو 'ستاینه او ملاتړ' کوي

د عکس سرچینه، Hekmatyar
د افغانستان اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د خپل ګوند له پلویانو غوښتي، چې له هغو کسانو سره ګوندي اړیکي پرې کړي، چې د ده په وینا د طالبانو په ګډون د افغانستان د ځینو نورو سیاسي بهیرونو او ګوندونو د سیاستونو ''ستاینه او حمایت کوي یا یې غړي شوي.'' دي.
ښاغلي حکمتیار د سپتمبر پر څلورمه پر اېکس پاڼه یوه خپاره کړي پیغام کې خپل ''ژمن'' ګوندي ملګري مخاطب کړي او وايي، له هغو ټولو کسانو سره ګوندي اړیکي پرې کړئ، چې: ''د شاهي رژيم، داؤد خان، كمونستانو، جمعيت، شورى نظار، طالبان، او بلي هري سياسي ډلي د سياستونو ستاينه او حمايت كوي يا ئې غړي شوي.''
ګلبدین حکمتیار په خپل پیغام کې د خپل ګوند له پلویانو غوښتي، هغو کسانو ته چې د ده په خبره له نورو سیاسي بهیرونو سره یو ځای شوي، ووايي، چې: ''له همدغو سره په اخلاص ودرېږئ او نور د حزب نوم مه اخلئ.''
د ښاغلي حکمتیار په دې پیغام کې په مشخص ډول د طالبانو یادونه هم شوې، او د اسلامي حزب له پلویانو غوښتل شوي، چې له هغو کسانو سره اړیکي پرې کړي، چې د طالبانو ملاتړ او یا ستاینه کوي.
د یادونې ده، چې د افغانستان د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کابل کې پاتې شو، په لومړیو کې یې د طالبانو د راتګ هرکلی کړی و.
نوموړی د یوې مودې لپاره فعال و او د کابل د دارالامان په سیمه کې، خپل استوګنځي ته نږدې په شخصي جومات کې یې د جمعې لمونځ امامت کاوه او خطبې یې ورکولې.
خو وروسته په ظاهره داسې ښکارېده چې د طالبانو د حکومت د کړنو په اړه د هغه له یو لړ نیوکو وروسته، نوموړی د جمعې د خطبې له ورکولو منع شو.
حکمتیار په ۲۰۲۳ کال کې اعلان وکړ چې د څه مودې لپاره به په خپل جومات کې د جمعې د لمانځه خطبې وځنډوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې د طالبانو حکومت هغه له هغه استوګنځي څخه هم وایست، چې د جمهوري نظام له حکومت سره د سولې او پخلاینې او کابل ته له راستنېدو وروسته پکې اوسېده. دغه راز، په دې وروستیو کې پر هغه د بهرنیو سفرونو بندیز هم لګول شوی و.
د هغه د زوی حبیب الرحمن حکمتیار په ګډون، د ښاغلي حکمتیار ځینو نږدې کسانو د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه د هغه تړون خلاف وبلله چې پخوا د اسلامي حزب لپاره د امتیازاتو په اړه پکې مادې شاملې شوې وې.
هغه په خپلو پیغامونو او خبرو کې د طالبانو د حکومت مشرتابه په خپل سرې پرېکړې تورن کړ. نوموړي، سره له دې چې ومنله د ګلبدین حکمتیار د استوګنې ځای بدلول له تاوتریخوالي پرته ترسره شوي، خو دغه اقدام یې ''سپکاوی کوونکی'' وباله.
وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ایکس کې په یوه پوسټ کې ښاغلی حکمتیار ''یو جهادي شخصیت''وباله او ویې ویل چې له حکمتیار سره هېڅ ډول ''سپکاوی کوونکی چلند'' نه دی شوی.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې وه، چې د حکمتیار پخوانی استوګنځای ''د جنجال مورد'' و، له همدې امله هغه یو مناسب ځای ته ولېږدول شو. نوموړي ټینګار وکړ چې ''د هغه عزت او ابرو پر خپل ځای دي.''
د روان کال په جنورۍ کې مالیزیا ته د درملنې په موخه د ګلبدین حکمتیار له سفر مخکې د هغه زوی، حبیب الرحمن حکمتیار، د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې په اېکس پاڼه یوه پیغام کې لیکلي وو: ''طالبان د ګوندونو له مشرانو او سیاستوالو غواړي چې خپل هېواد ته راستانه شي. دوی وايي چې د ټولو امنیت تضمینوي، خو بیا د ښاغلي حکمتیار بهر ته د سفر مخه نیسي.''
هغه په همدې میاشت کې په بل پوسټ کې ویلي وو چې ښاغلي حکمتیار د ځینو طبي معایناتو لپاره مالیزیا ته د سفر اړتیا لیدلې وه، خو د طالبانو حکومتي چارواکو ورته ویلي وو چې بهر ته دې نه ځي او خپلې طبي معاینې دې د هېواد دننه ترسره کړي.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۱۶مه نېټه په افغانستان کې د ټولو سیاسي ګوندونو فعالیتونه په بشپړه توګه ممنوع اعلان کړل.
د طالبانو د عدلیې وزیر هغه مهال ویلي وو چې سیاسي ګوندونه ''شرعي بنسټ'' نه لري، له همدې امله یې فعالیتونه منع دي.


















