تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه جاپانی چې په افغانستان د شوروي خلاف جنګېدلی
یوه جاپاني چې په افغانستان کې یې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه کړې، له بیبیسي سره په مرکه کې په افغانستان کې له شپږو کلونو د ډېرې مودې خاطرې بیان کړې دي.
کوشیرو تاناکا، شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې له توکیو څخه افغانستان ته ولاړ او له جمعیت اسلامي ګوند سره یو ځای شو چې د شوروي ځواکونو پر ضد جګړه وکړي.
ده د بي بي سي له خبریال علي حسيني سره په مرکه کې خپلې خاطرې شریکې دي او دا چې ولې افغانستان ته ولاړ، له مجاهدینو سره یې څنګه خبرې کولې، او ولې یې غوښتل چې د وژل کېدو لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي؟