ایا ډاکټرانو د شکر ناروغۍ نوی ډول کشف کړی؟

    • Author, اېزابيل شو
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

کله چې ډاکټرانو لومړی ځل نویلا موکومبي ته انسولین پیچاري کړل، فکر یې کاوه چې دوی د هغې ژوند ژغوري، خو د کانګو دیموکراتیک جمهوریت اوسېدونکې دغه ۳۰ کلنه مېرمن وايي چې درملنې هغې ته داسې احساس ورکړ چې ګواکې هغه مړه کیږي.

نویلا، چې د مصنوعي ویښتانو کاروبارۍ ده، په ۲۰۲۳ کې د لومړي ډول شکرې ناروغي یې تشخیص شوه، خو وايي چې کړاو یې تر هغه ډېر دی.

د انسولین منظمو ورځنيو انجیکشنونو پیلولو وروسته، د دوو ماشومانو دغه مور وايي چې ناروغۍ پرې سر ګرځاوه او خپل توازن یې له لاسه ورکړ، او بیا، یوه ورځ داسې شوه چې له لاده باده پرېوته.

نویلا بي بي سي ته وویل: "د ماشومانو جامې مې سمبالولې چې درد مې زیات او چیغې وهل مې پیل کړل او بیا مې مېړه مرستې ته راغی."

درې کاله وروسته، متخصصینو هغې ته وویل چې ښايي د ۵ ډول شکرې ناروغي ولري.

شکر ناروغي، چې په ټوله نړۍ کې له ۸۳۰ میلیونو ډیر خلک اغېزمنوي، هغه وخت رامینځته کیږي کله چې بدن نه شي کولی د انسولین په کارولو سره د وینې د شکر کچه په سمه توګه تنظیم کړي، څه چې کولی شي په خطرناکه توګه لوړې کچې ته لار هواره کړي.

د ۵ ډول شکر د دغه ناروغۍ یوه بڼه ده چې باور کېږي د اوږدې مودې خوارځواکۍ له امله رامینځته کېږي، په ځانګړې توګه د ماشومتوب او ځوانۍ په موده کې چې د اړتیا وړ خواړه نه وي ورسېدلي. دا تېر کال د شکر ناروغۍ د نړیوال فدراسیون لخوا په رسمي ډول پیژندل شوې وه، هغه اداره چې د شکر ناروغۍ د ۲۵۱ ملي ټولنو استازیتوب کوي.

خو دا لا تر اوسه د نړیوال روغتیايي سازمان لخوا رسما نه ده پیژندل شوې، څه چې هغوی ټینګار کوي، د ناروغۍ د جلا بڼې په توګه د طبقه بندي کولو لپاره کافي شواهد په لاس کې نشته.

ځینې ساینس پوهان پردې باور دي چې د شکر ناروغۍ ۵ ډول ښايي تر ۲۵ میلیون پورې خلک اغېزمن کړي او خبرداری ورکوي چې د نورو ډولونو سره ګډوډي یې ناروغانو ته لا ډېر زیان رسوي.

ډاکټر میرډیت هاوکینز چې د البرټ انشټاین د طب پوهنځي کې د شکر ناروغۍ نړیوال انسټیټیوټ مشري کوي وايي، ناسمه طبقه بندي "یوه ډېره پراخه ستونزه" ده او د انسولین د نامناسبې درملنې له امله د مړینې لامل کېږي.

د شکر ناروغۍ لومړی ډول یوه ناڅاپي پېښېدونکې ناروغي ده چې په کې بدن د انسولین تولید بندوي، په داسې حال کې چې د شکر ناروغۍ دوهم ډول د انسولینو له مقاومت سره تړاو لري.

خو ساینس پوهان وړاندیز کوي چې د شکر ناروغۍ پنځم ډول ښايي د اوږدمهاله خوارځواکۍ سره تړاو ولري، څه چې د پانقراس پر پراختیا اغېزه کوي، هغه ارګان چې د انسولینو د تولید مسؤلیت لري. دا ناروغان ښايي لاهم د انسولین تولید توان ولري، خو په کافي کچه نه، او په غیر معمولي ډول له هغې سره حساسیت هم لري. له همدې امله، دودیزې درملنې ښايي تل اغېزناکې نه وي او ان په ځینو وختونو کې زیانمنې هم وي، هغسې چې د نویلا موکومبي قضیه وه.

ان د انسولین معمول خوراک کولی شي هایپوګلیسیمیا رامینځته کړي. دا د وینې د شکر خطرناکه ټیټه کچه ده چې وژونکې پایلې لرلی شي.

د شکر ناروغۍ د نورو ډولونو په څېر، پنځم ډول کولی شي جدي پېچلتیاوې رامخې ته کړي، چې د ړندېدو، د پښتورګو ناکامي، د اعصابو زیان، او ورو ورو شفاهي زخمونه چې ښايي د وجود دغړو د پرې کولو اړتیا هم په کې شونې ده ورسره اوسي.

روغتیاپالان وايي، دا ډېر وختونه هغه ځوانان اغېزمنوي چې پر وجود خوار او نري وي او د وینې د شکر کچه یې لوړه وي. دا د لومړي ډول شکر ناروغۍ سره ورته څه دي.

نویلا، چې اوس په یوګانډا کې ژوند کوي، وايي چې دا یې خپله تجربه وه: هغه نری وه، او د خپل دوهم ماشوم له زېږون وروسته، هغې د ناروغۍ احساس وکړ.

دا مېرمن وايي: "زما خوله تل وچه وه." "ما ډیرې اوبه څښلې، او ان د شپې به زه دوه یا درې ځله له خوبه پاڅېدم."

نویلا هم په چټکۍ سره وزن له لاسه ورکړ، له ۵۸ کیلوګرامه ۴۹ کیلوګرامه ته راټیټ شو، او پرلپسې ستړیا یې تجربه کړه، دا دواړه د لومړي ډول شکر ناروغۍ عامې نښې دي.

"د کم وزن شکر"

د شکر ناروغۍ پنځم ډول په ځانګړې توګه د اسیا او افریقا د نیمه بیدیا په ځینو برخو کې ناروغان اغېزمنوي، هلته چې د ماشومانو خوارځواکي لاهم پراخه ده.

څیړنې ښیي چې د شکر ناروغۍ په نورو هېوادونو کې د کم وزن لرونکو کسانو په منځ کې هم مخ په زیاتېدو ده.

په متحده ایالاتو کې د دوه اعشاریه شپږو میلیون زیاتو لویانو د معلوماتو پر بنسټ، د ډایبېټس کیئر په ژورنال کې د ۲۰۲۳ کال یوه څېړنه خپره شوه، چې د "ټیټ وزن شکر" په نوم یادېږي.

له لندنه صوفیا شریر باور لري چې د هغې نښې له دا وړ معلوماتو سره سمون لري. هغه ۲۳ کلنه وه کله چې د وینې د شکر معمول معایناتو کې په ناڅاپي ډول د شکر ناروغۍ سختې بڼې ته ورسېده.

هغه چې اوس ۲۶ کلنه ده، وايي چې د خپل ماشومتوب او ځوانۍ ډېر وخت لپاره سخته کم وزنه وه، یو مهال په روغتون کې بستر وه. کله چې هغې په ۱۹ کلنۍ کې وزن ترلاسه کول پیل کړل، نو یې د ناروغۍ احساس وکړ.

هغې وویل:

"زه ډیره وږی وم او لړزیدم، او ما احساس کاوه چې زه به بې هوښه شم،"

وروسته له هغه چې ازموینو د لومړي ډول شکر یا د ناروغۍ نادره جینیاتي بڼې رد کړې، صوفیا وايي چې ډاکټرانو د دوهم ډول شکر په کلینیک کې بستر کړه "ځکه چې بله لاره نه وه."

د پنځم ډول شکر په پیژندلو کې ښکېلې یوې ساینسپوهې ورته وویل چې احتمال شته له ناروغۍ سره په کې ځینې بدلونونه راشي.

اوس مهال په بریتانیا کې رسمي پېژندل شوې تشخیصي ازموینه نشته، ځکه خو د هغې حالت ناڅرګند پاتې دی.

یوه نوې پېژندنه

د یوې مشخصې تشخیصي ازموینې نشتوالی په جزوي توګه دا په ډاګه کوي چې دا حالت څنګه په نړیواله کچه پېژندل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا په ۱۹۸۵ کې د "خوارځواکۍ پورې اړوند شکر" په نوم پېژندلی و، وړاندې له دې چې ۱۲ کاله وروسته یې د رسمي طبقه بندۍ له نوملړه لرې کړي، ځکه چې ډاکټران پردې لاس بري نه وو چې ایا دا د دوهم ډول شکر ناروغۍ سره توپیر لري.

له هغې وروسته، دا حالت په لویه کچه له لویو طبي درسي کتابونو او کلینیکي لارښوونو ورک شو.

بیا، د ۲۰۲۵ په اپرېل کې، د نړیوال شکر ناروغۍ فدراسیون په رسمي ډول دا حالت وپېژند، یو داسې ګام چې له ۵۰ د زیاتو ساینسپوهانو د څېړنو پر مټ یې ملاتړ شوی چې تېر کال په لانسیټ کې هم خپور شو.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دوی د طبقه بندۍ اډانې بیاکتنو په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۶ کې "کافي علمي شواهد ونه موندل چې د دې کټګورۍ شتوالی د جلا طبقه بندۍ په توګه توجیه کړي."

خو دغه سازمان دا مني چې د دوی اوسنۍ طبقه بندي "د ټولو قضیو کلینیکي ځانګړتیاوو ته بشپړ لاس رسی نه لري."