ولې له هندیانو غوښتل شوي چې د یوه کال لپاره سره زر ونه‌ پېري؟

یوه ښځه په هېنداره کې- چې د سرو زرو غاړکۍ، بنګړي او غوږوالۍ یې اغوستي دي، په داسې حال کې چې نور د سرو زرو ګاڼه په شالید کې نندارې ته اېښودل شوي وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه ښځه په هېنداره کې- چې د سرو زرو غاړکۍ، بنګړي او غوږوالۍ یې اغوستي دي، په داسې حال کې چې نور د سرو زرو ګاڼه په شالید کې نندارې ته اېښودل شوي وي.
    • Author, بي بي سي هندي او ايزابيل شو
    • دنده, بي‌بي‌سي نړیوال سروېس
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

له هندیانو غوښتل شوي چې د یوه کال لپاره د سرو زرو پېرل بند کړي، ځکه چې له ایران سره د شخړې اقتصادي اغېزې لا پراخېږي.

د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د مې میاشتې په ۱۰مه ویلي: "د هېواد د ګټې لپاره باید پرېکړه وکړو چې د یوه کال لپاره د سرو زرو ګاڼې ونه‌پېرو، ان که کورنۍ مناسبتونه هم وي".

هغه زیاته کړې: "وطنپالنه یوازې دا نه ده چې انسان د پولې پر سر خپل ژوند قربان کړي، بلکې په داسې وختونو کې دا معنا هم لري چې په ورځني ژوند کې له مسؤلیت سره ژوند وکړو او د ملت پر وړاندې خپل مکلفیتونه ترسره کړو".

له دې درې ورځې وروسته، هند د سرو زرو پر وارداتو ګمرکي تعرفه هم له ۶ سلنې ۱۵ سلنې ته لوړه کړه.

دا پرېکړه د هغه بازار لپاره سخت ګوزار بلل کېږي چې د ګاڼو او پانګونې له پلوه د سرو زرو د مصرف په نړۍ کې دویم مقام لري. د تېر مالي کال په ترڅ کې، چې د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد، هند د ۷۲ میلیارده ډالرو په ارزښت سره زر وارد کړي وو.

په هند کې سره زر کلتوري ارزښت هم لري؛ ډېری وخت د ودونو په مراسمو کې ډالۍ کېږي او له یوه نسله بل ته په میراث پاتې کېږي.

مودي ویلي چې د سرو زرو پېرل په داسې وخت کې د بهرنیو اسعارو لویه برخه مصرفوي چې هند له وړاندې د تېلو د لوړو بیو له ستونزې سره مخ دی. دغه د جنوبي اسیا هېواد د خپلې اړتیا وړ تېلو له ۸۵ سلنې زیات واردوي.

د ایران پرضد د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیل وروسته، د تېلو بیې په خپل اوج کې تر ۷۰ سلنې پورې لوړې شوې. همداراز د هرمز تنګي عملي تړل کېدو وضعیت هم رامنځته شو، چې دا یوه حیاتي سوداګریزه لار ده او د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه د تېلو او مایع طبیعي ګازو صادرات ترې تېرېږي.

توضیحي شکل چې د ۲۰۲۵ له مې میاشتې تر اوسه د امریکایي ډالر پر وړاندې د هندي روپۍ د ارزښت کمښت ښيي.
د عکس تشریح، توضیحي شکل چې د ۲۰۲۵ له مې میاشتې تر اوسه د امریکایي ډالر پر وړاندې د هندي روپۍ د ارزښت کمښت ښيي.

د انرژۍ د بیو لوړېدل په ټوله نړۍ کې پر حکومتونو فشار رامنځته کوي چې د لګښتونو د کمولو لپاره اقدامات وکړي. په داسې حال کې چې ډېری هېوادونه په اصل کې د انرژۍ پر سپما تمرکز کوي، هند یوازېنی هېواد ښکاري چې له خپلو وګړو غواړي د قیمتي فلز (سرو زرو) پر لګښتونو کې کموالی راولي.

سره زر په هند کې د پراخې اقتصادي اندېښنې برخه ګرځېدلې، ځکه چې د سرو زرو او نفتو واردات تر ډېره په امریکايي ډالرو ورکول کېږي.

د ډالر پر وړاندې د غوښتنې زیاتوالی کولای شي هندي روپۍ کمزورې کړي، چې سږ کال تر اوسه د ډالر پر وړاندې شاوخوا ۵ سلنه راټیټه شوې ده او دا کمښت د انفلاسیون فشارونه زیاتولای شي.

سنجیو اګره‌وال، چې په نوي ډیلي کې د ګاڼو جوړونکی دی، وايي: "د ګاڼو د صنعت لپاره دا وضعیت د کووېډ له وخته هم بدتر دی".

یو بل زر چڼوونکی ابیشیک اګره‌وال د هند له پلازمېنې ډیلي وايي چې هټیوال "وېرېږي" که خلک د سرو زرو اخیستل بند کړي، نو د دوی کاروبار به له اسمانه ځمکې ته راپرېوځي.

د ګاڼو یو پلورنځی د زرو له نقشونو ډکو غاړکيو دوه کتاره نندارې ته وړاندې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ګاڼو یو پلورنځی د زرو له نقشونو ډکو غاړکيو دوه کتاره نندارې ته وړاندې کوي.

نا ضروري واردات

پروفیسره سندروالي نرایاناسوامي چې د احمداباد د هند د مدیریت په انسټیټیوټ کې د هند د سرو زرو د پالیسۍ د مرکز مشره ده، بي‌بي‌سي ته ویلي چې په هند ته تر ۹۰ سلنه ډېر سره زر واردېږي.

هغې زیاته کړې: "هر کال شاوخوا ۶۰۰ تر ۷۰۰ ټنه سره زر واردېږي، خو صادرات یې ډېر کم دي، نو دا سره زر په کورونو کې زېرمه کېږي".

اکثره وخت ویل کېږي چې یوازې هندي ښځې د نړۍ شاوخوا ۱۱ سلنه سره زر لري، که څه هم د دې شمېرې تصدیق سخت دی او اټکلونه پکې توپیر لري.

لکه د نړۍ په نورو هېوادونو کې، په هند کې هم سره زر د ډېرو خلکو له نظره د اقتصادي ناڅرګندتیا پر مهال یو خوندي پانګونه بلل کېږي، نو له همدې امله تقاضا ان د اقتصادي کړکېچونو پر مهال هم لوړه پاتې کېدای شي.

د سرو زرو بیې په وروستیو کلونو کې په چټکۍ سره لوړې شوې او د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د لومړي ځل لپاره له ۵ زره ډالرو په هر اونس کې واوښتې.

سره زر د هند د وارداتو شاوخوا ۹ سلنه برخه جوړوي، خو د تېلو برعکس، دا عموماً اساسي اړتیا نه ګڼل کېږي، ځکه ډېری وخت د زیوراتو یا پانګونې لپاره اخیستل کېږي، نه د صنعتي تولید لپاره.

هند په تېر کې هڅه کړې چې د اقتصادي فشارونو پر مهال د سرو زرو واردات کم کړي، د وارداتو پر ګمرکي تعرفو په زیاتولو او د داسې بدیلو پانګونو په هڅولو سره چې فزیکي سره زر پکې نه وي شامل.

سره زر د هندي شتمنو ترمنځ یوه دودیزه پانګونه ګڼل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سره زر د هندي شتمنو ترمنځ یوه دودیزه پانګونه ګڼل کېږي

څه توپیر به یې رامنځته کړي؟

د سرو زرو د پېرلو له بندولو سربېره، نرندرا مودي خلکو ته هم سپارښتنه کړې چې عامه ترانسپورت وکاروي، ګاډي شریک کړي، له کوره کار وکړي او غیر ضروري بهرني سفرونه کم کړي، چې د سونګ موادو مصرف راکم شي. همداراز یې له کورنیو غوښتي چې د پخلي د تېلو کارول کم کړي او له بزګرانو یې غوښتي چې د سرې (کود) مصرف راکم کړي.

نورو حکومتونو هم په نړۍ کې د تېلو د لوړو بیو د ستونزې د حل لپاره ورته اقدامات کړي دي. د بېلګې په توګه، د موټرو لپاره د سونګ موادو د سهمي وېش سیستم عملي شوی، په شري‌لنکا کې له دولتي ادارو غوښتل شوي چې د انرژۍ مصرف کم کړي، او په تایلنډ کې خلکو ته ویل شوي چې د ایرکنډیشن کارول کم کړي.

په نورو ځایونو کې، مصر مخکې د هټیو او رستورانونو د وختي تړلو پرېکړه کړې وه او موزمبیق خپلو خلکو ته د کور څخه د کار کولو مشوره ورکړې وه.

خو د مودي دا غوښتنه چې خلک دې د سرو زرو پېرل بند کړي، د "کپیټل ایکانومیکس" څېړنیز شرکت د حماد حسین په وینا "ډېره غیر معموله" ده.

هغه زیاتوي: "خو د هند په قضیه کې دا تشریح کېدای شي، ځکه هند ډېر سره زر واردوي، چې د وارداتو د لګښت لویه برخه جوړوي، نو له ځینو اړخونو دا منطقي ښکاري".

د سرو زرو بنګړي (په چپ لوري کې) او ۷ ګوتمۍ نندارې ته اېښودل شوي دي او د هغوی ترمنځ یوه لوحه ده چې پرې لیکل شوي: "۲۲ عیار سره زر".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سرو زرو بنګړي (په چپ لوري کې) او ۷ ګوتمۍ نندارې ته اېښودل شوي دي او د هغوی ترمنځ یوه لوحه ده چې پرې لیکل شوي: "۲۲ عیار سره زر".

بشپړ کال

اقتصادپوهان سره اختلاف لري چې ایا د هند د راتلونکي کې د سرو زرو د غوښتنې کمښت به د نړۍ د سرو زرو پر بیو جدي اغېز وکړي که نه.

د حماد حسین په وینا، د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد، هند، د سرو زرو له لویو مصرفوونکو دی، نو د تقاضا کمېدل کولای شي د عرضه زیاتوالي له لارې د نړیوالو بیو پر کمېدو فشار راولي.

خو سباستین تیلیت بیا باور لري چې اغېز به "محدود" وي، ځکه اوس مهال د سرو زرو بیې تر ډېره د پانګه‌والو د غوښتنې او د نړیوالې سیاسي بې‌ثباتۍ له امله ټاکل کېږي.

هغه هم شک لري چې د نرندرا مودي عامه غوښتنه دې په هند کې د سرو زرو پر لګښتونو لوی اغېز وکړي.

هغه وايي: "عامه غوښتنې ښايي لږ اغېز ولري، خو ډېر وخت یوازې د پېرلو ځنډ رامنځته کوي، نه لغوه کول"، او زیاتوي چې سره زر په هندي کلتور او د کورنیو په سپماوو کې ژور ځای لري.

د هغه په وینا، لنډمهاله اغېز هم محدودېدای شي، ځکه د سرو زرو تقاضا عموماً د واده او جشنونو له موسمونو بهر کمه وي، نو د کمښت یوه برخه په هر حال رامنځته کېده.

د هغه وخت د حکومتي او صنعتي چارواکو په وینا، همداراز په ۲۰۱۳ کال کې د وارداتي تعرفو زیاتوالی د سرو زرو په قاچاق او غیر رسمي تجارت کې د زیاتوالي لامل شوی و.

ځینې شنونکي د مودي دا غوښتنه تر اوسه تر ټولو "سخت" اقتصادي اقدام بولي، چې د انرژۍ د لوړو بیو په غبرګون کې اعلان شوې ده، په داسې حال کې چې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ویلي حکومت "مسؤولیت پر خلکو اچوي".

په هند کې د ګاڼو صنعت ځینې کارکوونکي له حکومت سره د مستقیمې ناستې غوښتنه کوي چې حل‌لاره ومومي.

یوه بله زرکاره شویتا ګوپتاوايي: "که دا یوازې دوه میاشتې وای، ښايي موږ یې مدیریت کړی وای، خو یو کال ډېر اوږد وخت دی؛ موږ به څنګه د کارکوونکو معاشونه ورکړو؟".