تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لندن کې پر یوه وخت سیالو لاریونونو کې لسګونو زرو خلکو ګډون کړی
د بریتانیا پلازمېنه لندن کې د شنبې پر ورځ لسګونه زره لاریون کونکي د دوه سیالو او جلا لاریونونو لپاره راټول شوي وو.
د شنبې ورځې یو لاریون د "یونایټ دې کېنګډم" لاریون و چې د افراطي ښي لاسي څېرې ټامي رابېنسن له خوا تنظیم شوی، بله د فلسطینیانو په پلوه مظاهره ده چې د لندن بله څنډه کې لسګونو زرو خلکو پکې ګډون کړی درلود.
حکومت ویلي د دغو دوه جلا پیغامونو لېږدونکو امنیت په موخه له ۴۰۰۰ څخه ډېر پولیس لندن کې ځای پر ځای شوي دي. زرګونه پولیسو د دواړو لاریونونو تر منځ یو تش په نوم "خالي زون" اداره کاوه تر څو دوی دواړه له مخامخېدو وژغوري.
د دغو لاریونوالو د ښه امنیت په موخه له ډرونونو، چورلکو د پولیسو له اسونو او سپیو څخه هم کار اخېستل شوی، د لندن ځای ځای زغروال موټر، انځور اخېستونکې کامرې هم ځای پر ځاي شوي دي. د پلازمېنې د میټروپولیټن پولیسو دا د وروستیو کلونو له تر ټولو مهمو او پېچلو امنیتي عملیاتو څخه بللې دي.
دا مظاهرې چې په ښکاره د یوه بل ضد نظر لري داسې مهال کېږي چې په همدې ورځ د لندن په مرکز وېمبلي فوټبال لوبغالي ته د ایفاې جام د پای لوبې لېدو ته هم لسګونه زره مینه وال ورغلي وو.
دا لوبغالی د ۹۰ زره نندارچیانو د کېناستو ځای لري.
د "یونایټ دې کېنګډم" په نوم لاریون کې ډېری کسان د بریتانیا (یونین جیک) له بیرغونو سره ښکارېدل، دوی د بریتانیا د اوسني لومړي وزیر خلاف شعارونه هم بدرګه کول او ویل یې "موږ سټارمر نه غواړو" . دوی د بریتانیا اصلي اوسیدونکو ( سپین پوستو ) ته د پاملرنې پر ډېرولو هم ټنیګار کاوه او تور پورې کوي چې په انګلستان کې نن ورځ سپین پوستي خلک، په ځانګړي ډول د کارګرې طبقې سپین پوستي، له تبعیض سره مخ دي.
دا خوځښت د کډوالو او مسلمانانو خلاف دریځ باندې مشهور دی او د بریتانیا حکومت ځینو بهرنیو وګړو ته لندن ته د تګ اجازه هم نه ده ورکړې چې غوښتل یې دې لاریون کې ګډون وکړي.
د بریتانیا حکومت د جمعې پر ورځ وویل چې "د ښي اړخ تحریک کوونکي" ۱۱ بهرنيان هېواد ته نه دي پرېښودل شوي، دوی غوښتل د "یونایټ د کېنګډم" په غونډه کې برخه واخلي. په دغو ۱۱ کسانو کې، چې بریتانیا ته له ننوتلو منع شوي، د امریکا مېشته او د اسلام ضد څېره والنتینا ګومېز هم شامله ده، چې تېر سپټمبر کې یې د "یونایټ د کېنګډم" په لومړي لاریون کې برخه اخیستې وه.
بلخوا د فلسطینیانو په پلوه لاریون کې هم چې د نکبه ورځې په مناسبت ترسره کېده ډېر لوی شمېر خلکو ګډون کړی وو. دا ورځ هر کال د مې پر ۱۶مه د هغو فلسطینیانو د بېځایه کېدو او ورسره د خواخوږۍ په یاد نمانځل کېږي چې د ۱۹۴۸ کلونو په جګړه کې، د اسرائیل د جوړېدو پر مهال رامنځته شوه.
د دغې جګړې پر مهال زرګونه فلسطېنیان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول او یا په زور وشړل شول.
دغو لاریونوالو ښي اړخو سخت دریځو خلاف او د فلسطینیانو په ملاتړ شعارونه ورکول او د فلسطین- بریتانیا بیرغونو تر څنګ یې داسې لوحې لېږدولې چې پرې لېکل شوې و " تبعیض ته نه ووایئ"، " موږ خپلواک فلسطین غواړو".
لندن کې د مېټ پولیسو مرستیال کمشنر جېمز هارمن ویلي وو چې دا امنیتي عملیات به شاوخوا ۴.۵ میلیونه پاونډه ( نږدې شپږ میلیونه ډالره) لګښت ولري.