غواړئ پرېکړو کولو کې لا ښه شئ؟ له یوه مېږي وپوښتئ

    • Author, صوفیا کوالیا
    • دنده, BBC.com
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۹ دقیقې

موږ انسانان ډېری وخت خپل ځان د تکامل د هرم په سر کې ګڼو، ځکه فکر کوو چې د ډېر ژور فکر او سوچ کولو ځانګړې وړتیا لرو. خو دا ټول فکر او غور کول کله کله موږ ډېر لرې نه وړي. موږ له تېروتنې مستثنا نه یو او په وار وار ناسمې پرېکړې کوو.

حشرات، برعکس، سره له دې چې د دوی مغزونه د کوکنارو د دانې په اندازه واړه دي، د پرېکړو کولو په برخه کې ښايي له تمې ډېره پوهه او ځیرکتیا ولري. په حقیقت کې، د حشراتو د ستونزو د حل کولو ډېرو مهارتونو د داسې الګوریتمونو الهام ګرځېدلی چې د انسانانو په واقعي صنعتونو کې د اغېزناکو پرېکړو او غور کولو لپاره کارول کېږي.

دلته پنځه هغه درسونه دي چې موږ یې له حشراتو د هوښیارانه پرېکړو کولو په اړه زدکولای شو:

د مېږیانو د پرېکړو غوره کول

د کوم کار د ترسره کولو لپاره د تر ټولو غوره لارې ټاکل اسانه کار نه دی، په ځانګړي ډول په داسې نړۍ کې چې انګیزې او انتخابونه پکې دومره ډېر دي. دې حالت ته "د انتخابونو ډېرښت" ویل کېږي.

مېږي هم د خپلې ډلې لپاره د راتلونکي خوراکي ځای د ټاکلو پر مهال له ورته ستونزې سره مخ کېږي. خو دوی د بېلابېلو ډولونو ترمنځ یوه ځانګړې او اغېزناکه تګلاره رامنځته کړې ده.

په پیل کې څو مېږي د خپل ځالې له هوساینې وځي، چې د خوړو لپاره تر ټولو نژدې او غوره ځای پیدا کړي. دغه زړور مېږي په تصادفي ډول چاپېریال ته وځي، ټول انتخابونه پرانیستي ساتي او بېلابېلې لارې ازمويي.

د لارې په اوږدو کې او د بېرته ستنېدو پر مهال، دوی پر ځمکه د "فیرومونونو" کمزورې نښې پرېږدي، چې نور مېږي یې وروسته تعقیب کړي. دغه فیرومونونه د وخت په تېرېدو تبخیرېږي، نو مېږي ډېره لېوالتیا لري هغه لاره تعقیب کړي چې تر ټولو پیاوړې نښه ولري.

(Pheromones) یا فیرومونونه هغه کیمیاوي مواد دي چې ځینې ژوي یې خپل چاپېریال ته خوشې کوي، چې د خپل هم‌نوعو نورو غړو ته ځانګړي پیغامونه او نښې ولېږدوي.

هغه مېږي چې د خوراک لپاره تر ټولو اغېزناک ځای پیدا کوي، له خوړو سره ژر بېرته ځالې ته ستنېږي او مخکې له دې چې د دوی د فیرومونونو نښه په بشپړه توګه ورکه شي، پر هماغې لارې بیا نښه پرېږدي. دوی همدارنګه له هغو مېږیانو سره چې د خوراک لپاره ورپسې وځي، په چټکۍ د لارې معلومات شریکوي.

په دې توګه، د وخت په تېرېدو ډېر مېږي په همدې لاره تګ راتګ کوي او پر هغې لا ډېر فیرومون پرېږدي، چې د لارې بوی لا پیاوړی کوي.

له همدې امله، په طبیعي ډول لنډې لارې د وخت په تېرېدو لا پیاوړې کېږي، په داسې حال کې چې نورې لارې ورو ورو له منځه ځي. په پای کې، ټوله مستعمره په ګډه تر ټولو لنډه او اغېزمنه لاره پیدا کوي، پرته له دې چې کوم یو مېږی په ځانګړې توګه پوه وي چې دا لاره د ده له خوا غوره شوې ده.

په بلجیم کې د بروکسل د آزاد پوهنتون د مصنوعي ځیرکتیا د لابراتوار شریک مشر مارکو دوریګو وايي:

"اصلي درس دا دی چې اغېزمنه ډله‌ییزه پرېکړه‌کونه کولای شي پرته له مرکزي کنټروله رامنځته شي. مېږي ساده موجودات دي، وړتیاوې یې محدودې دي او یوازې سیمه‌ییز معلومات لري؛ خو بیا هم کولای شي په ګډه د همغږۍ پېچلې ستونزې حل کړي."

دغه سیستم، چې "د مېږیانو د مستعمرې د غوره‌کولو طریقه" بلل کېږي، په حقیقت کې په یوه الګوریتم بدل شوی چې په ټوله نړۍ کې د انسانانو د مهال‌وېش، مخابراتو، ترانسپورټ او لوژستیک د ښه کولو لپاره کارول کېږي.

د بېلګې په توګه، متخصصانو د رېل‌پټلۍ د مسیرونو د پلان جوړونې لپاره د مېږیانو د غوره‌کولو الګوریتمونه کارولي دي. دوریګو AntNET هم جوړ کړی، چې په مخابراتي شبکو کې د معلوماتو د لا اغېزناک لېږد لپاره کارول کېږي.

د شاتو مچیو ډیموکراتیک تصمیم

د شاتو مچۍ د خپلې نوې ځالې د ځای د موندلو پر مهال له هغه بهیر سره ورته یوه طریقه کاروي چې مېږي یې د خوراک لپاره د غوره لارې په موندلو کې کاروي.

څو کشفي مچۍ په تصادفي ډول له ځالې وځي او د مناسب ځایونو په لټه کې کېږي، لکه مېږي. خو د فیرومونونو د نښو پرېښودلو پر ځای، بېرته ځالې ته ستنېږي او خپلې خوښې په مستقیم ډول له نورو مچیو سره شریکوي.

هغوی د خپلو ځالې ملګرو لپاره "وېګل نڅا" کوي؛ یعنې خپل بدنونه په منظم ډول ښوروي، چې دا روښانه کړي نوی ځای د ځالې لپاره څومره مناسب دی. دوی ارزوي چې ځای څومره خوندي، نږدې، پراخ او مناسب موقعیت لري. هر څومره چې د ځالې ځای غوره وي، هماغومره د مچۍ نڅا اوږده او پیاوړې وي.

دغه نڅا د ځای دقیق موقعیت هم ښيي؛ یعنې دا معلوموي چې مچۍ باید څومره واټن او په کوم لوري الوتنه وکړي. وروسته د مچیو بله ډله استول کېږي، څو دغه موندنې له نږدې وڅېړي او تایید یې کړي.

کله چې دا مچۍ بېرته راستنې شي، هغوی هم د نڅا له لارې خپله پایله څرګندوي؛ یا د لومړنیو مچیو د انتخاب ملاتړ کوي، او یا نور بدیل ځایونه وړاندې کوي.

د وخت په تېرېدو، د مچیو لپاره د خوښې وړ یو ځای په طبیعي ډول څرګندېږي: څو لسګونه مچۍ له خپلو پلټنو بېرته راګرځي او د یوه ځای په اړه مثبته نڅا کوي.

کله چې د مچیو شمېر د پرېکړې لپاره ټاکلي نصاب (quorum) یا د پرېکړې لپاره اړین لږ تر لږه شمېر ته ورسېږي- دوی هماغه ځای غوره کوي او د هغې پر بنسټ حرکت کوي؛ دا بهیر د انسانانو له ډیموکراتیک تصمیم سره ورته دی.

بې‌طرفه ملخان

د خلکو د نظر بدلول اسانه کار نه دی، په ځانګړي ډول هغه مهال چې یوه ډله د دوو انتخابونو ترمنځ وېشل شوې وي. بحث په چټکۍ په یوه سخت "تور یا سپین" حالت بدلېدای شي او هر څوک لا ډېر پر خپل دریځ ټینګار کوي.

خوشبختانه، د ملخانو په اړه یوې وروستۍ څېړنې د دې عامې ستونزې د حل یوه لاره موندلې ده.

هغه ملخان چې په ډله‌ییزه توګه مزل کوي، دومره ځوان وي چې لا یې د الوتلو مهارت نه وي زدکړی، نو ځکه پر ځمکه مزل کوي. په بریتانیا کې د بات پوهنتون د ریاضيکي بیولوژۍ استاد کریستیان (کېټ) یټس په خپله څېړنه کې د ملخانو ډلې په یوه کړۍ‌ډوله میدان کې کېنولې، چې وګوري هغوی په ګډه څنګه د حرکت لوری ټاکي. هغه ولیدل چې ملخان په منظم ډول، له یوې لنډې تمې وروسته، خپل د حرکت لوری بدلوي.

څېړونکو وموندله چې همدا لنډه دمه ــ هغه مهال چې زیات شمېر ملخان له مزل کولو درېږي او بې‌طرفه حالت غوره کوي ــ له ټولې ډلې سره مرسته کوي چې له یوه ګډ دریځه ووځي او بل دریځ غوره کړي.

یټس په خپله څېړنه کې ۱۹ انسانان هم له ورته دندې سره مخ کړل. په یوه لوبه کې ګډونوالو کولای شول د X او Y ترمنځ یو انتخاب وکړي، یا له انتخابه ډډه وکړي. د ملخانو په څېر، په انسانانو کې هم څرګنده شوه چې کله خلکو ته د "انتخاب نه کولو" امکان ورکړل شي، ډله تر هغه "ژر او په روښانه ډول" ګډې پایلې ته رسېږي چې دا امکان ورسره نه وي.

یټس تشریح کوي چې لامل یې دا دی: په یوه لویه او ډېره فعاله ډله کې د افرادو ګڼې وړې او خپلواکې اغېزې سره یو ځای کېږي او منځنی حالت جوړوي؛ له همدې امله د ټولې ډلې عمومي لوری بدلول سختېږي.

خو که ډېر کسان، ان د لنډ وخت لپاره، بې‌طرفه شي، نو د پرېکړه‌کوونکو فعاله ډله کوچنۍ کېږي.

یټس وايي: "کله چې په پرېکړه کې فعالې رایې کمې شي، هماغه کوچنی بدلون ــ لکه د یوې وړې ډلې د حرکت لوری بدلول، د معلوماتو یوه ګډوډوونکې ټوټه، یا د څو کسانو د نظر اړول ــ د ټولې ډلې پر لوري نسبتاً ډېر اغېز کوي."

په پای کې، ملخان موږ ته دا درس راکوي چې بې‌طرفي کولای شي هغه اړینه وقفه رامنځته کړي چې خلک پکې خپل دریځونه له سره وارزوي او ګډې پایلې ته ورسېږي، یټس وايي.

د شخصیت لرونکي سوسکان

کله چې په یوه بحث کې ډېر پیاوړي شخصیتونه شتون ولري، د ډلې ګډې پایلې ته رسېدل په ځانګړي ډول ستونزمن وي. ډېر داسې کسان چې د "اصلي کرکټر" په څېر چلند کوي، کولای شي بحث خپلې خوښې لوري ته بوځي او د ډلې ګډ نظر تر خپل اغېز لاندې راولي.

خو پر سوسکانو ترسره شوې یوې څېړنې ښودلې چې په یوه ډله کې د پیاوړو او بېلابېلو انفرادي شخصیتونو شتون ښايي په حقیقت کې د پرېکړې کولو بهیر چټک کړي

ځینې سوسکان زړور وي، په داسې حال کې چې ځینې نور ډارن او محتاط وي. له همدې امله، په جاپان کې د توکیو د متروپولیټن پوهنتون مرستیال استاد ایزاک پلاناس-سیتخا د کمپیوټري ماډلونو له لارې وڅېړل چې سوسکان څنګه په ډله‌ییزه توګه یو ځای کېږي؛ د بېلګې په توګه، هغه حالت یې شبیه‌سازي کړ چې سوسکان د یوه یخچال تر شا په یوه ځانګړي تیاره کونج کې پناه اخلي.

هغه په دې سیستم کې بدلونونه راوستل: په یوه ماډل کې یې د سوسکانو ترمنځ هېڅ شخصيتي توپیر نه و؛ په بل کې یې لږ شخصيتي توپیرونه شامل کړل؛ او په درېیم کې یې د شخصیتونو ډېر توپیرونه رامنځته کړل.

پایلو وښودله چې په هغو ماډلونو کې چې ټول سوسکان پکې بالکل یو شان چلند کوي، د سوسکانو د واقعي نړۍ له پرېکړه‌کونې سره نژدې پایله هم نه ترلاسه کېده. برعکس، هغه ډلې چې د شخصیتونو ډېر توپیر یې درلود، ډله‌ییزې پرېکړې یې په چټکۍ سره کولې؛ ځکه چې د دوی ترمنځ ټولنیز تعاملات ډېر وو.

پلاناس-سیتخا وايي: "زه ډېر حیران شوم. تمه مې لرله چې یو ډول تمایل به ووینم، خو دومره روښانه او بیا بیا تکرارېدونکې پایله مې نه اټکلوله."

د هغه په وینا، دا معنا لري چې هغه ډلې چې یوازې له زړو یا ډېر پلټونکو سوسکانو جوړې وي، د مناسب پناه‌ځای په موندلو او غوره کولو کې به له ستونزې سره مخ شي، ځکه هغوی ډېر حرکت کوي.

له بلې خوا، هغه ډلې چې ډېر زیات ډارن او محتاط سوسکان ولري، ښايي ژر یو ځای ته راټول شي، خو له دې خطر سره مخ دي چې ناسم یا نامناسب پناه‌ځای انتخاب کړي.

پلاناس-سیتخا وايي: "په پای کې، د همکارۍ د کچې او د چلن د ډول ترمنځ دقیق انډول دی چې ډله‌ییزه هوښیارتیا رامنځته کوي."

هغه زیاتوي: "که شخصیت په دغو وړو حیواناتو کې اغېز لري، نو تصور کولای شو چې په هغو حیواناتو کې به یې اغېز څومره وي چې په لا پېچلو ټولنیزو جوړښتونو کې ژوند کوي."

فکر کوونکي مچان

کله کله موږ د پرېکړو پر مهال خپل دروني احساسات له پامه غورځوو، څو هغه پرېکړې وکړو چې زموږ په اند منطقي دي؛ حتا که په زړه کې مو ناسمې ښکاري. ځینې وخت بیا د کومې موضوع په اړه پر خپلو ژورو باورونو ټینګار کوو، پرته له دې چې له خپلو تېروتنو څخه زده‌کړه وکړو.

خو د څېړنو له مخې، د مېوې مچان کولای شي موږ ته د پرېکړو او فکر کولو پر مهال د خپل ځان په اړه د لا ډېر پوهاوي په برخه کې ډېر څه را زده کړي.

څېړنې ښيي چې د مېوې مچان د دې په درک کولو کې ډېر دقیق دي چې څنګه بهرني او داخلي معلومات سره یوځای کړي او د خپلو هر ډول حرکتونو لپاره پرېکړه پرې وکړي. د بېلګې په توګه، کله چې د دوو بویونو ترمنځ انتخاب کوي، هر څومره چې دواړه بویونه یو بل ته ورته وي، مچان هماغومره ډېر ځنډ کوي؛ داسې ښکاري لکه د دواړو انتخابونو ګټې او زیانونه چې سره تللي.

کله چې له داسې انتخاب سره مخ شي چې یو خوندور خو له غذایي پلوه بې‌ګټې خوراک وي، او بل تریخ خو له غذایي پلوه ګټور خوږ مواد وي، مچان کولای شي د دواړو انتخابونو خالصه ګټه محاسبه کړي او د تغذیې د ترلاسه کولو لپاره هغه ناخوښه خوند لرونکی خوراک هم وخوري.

دوی همدارنګه ډېره لېوالتیا لري چې د یوه کوچني خو خوندي انعام انتخاب وکړي، نه دا چې د یوه لوی انعام لپاره خطر ومني؛ خو که ډېر وږي یا تر فشار لاندې وي، ښايي پرېکړه یې بدله شي.

کله چې سالم مچان له یوه مثبت بوی او انعام، یا منفي بوی او انعام سره وروزل شي، نو ډېری وخت چمتو وي چې یو نامعلوم بوی هم وازمويي او وګوري چې پایله به یې څه وي. خو تر فشار لاندې مچان ډېر احتمال لري چې خطر ونه مني او له داسې انتخابه ډډه وکړي.

د مچانو په څېر، کله کله زموږ داخلي حالتونه هم زموږ پر قضاوت اغېز کوي او پرېکړه مو ګډوډوي. خو دوی موږ ته دا هم را یادوي چې زموږ دروني احساسات او له تېرو تجربو زدکړې ــ چې د ځان او نورو په اړه د پرله‌پسې کوچنیو ادراکي تجربو له بېلابېلو ټوټو جوړېږي ــ کله ناکله له موږ سره د ښه قضاوت او سمې پرېکړې په کولو کې مرسته کولای شي.