ټرمپ د اونتاریو جهیل نوم 'د امریکا جهیل' ته د بدلولو فرمان لاسلیک کړ

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې د اونتاریو جهیل نوم د فدرالي حکومت په رسمي اسنادو او نقشو کې ''د امریکا جهیل'' ته بدلېږي.

دا اقدام د امریکا او کاناډا ترمنځ د سوداګریزو کړکېچونو د زیاتېدو په ترڅ کې شوی دی.

د دې فرمان له مخې به د امریکا فدرالي ادارې مکلفې وي چې په خپلو اسنادو او معلوماتي مرکزونو کې د ''د امریکا جهیل'' نوم وکاروي. تمه کېږي چې د امریکا د جغرافیایي نومونو بورډ به هم دغه نوی نوم د فدرالي حکومت په رسمي سیسټمونو کې ثبت کړي.

د اونتاریو جهیل د شمالي امریکا له پنځو سترو جهیلونو یو دی چې د کاناډا د اونتاریو ایالت او د امریکا د نیویارک ایالت ترمنځ پروت دی. د دې جهیل له نیمایي زیاته برخه د کاناډا په قلمرو کې موقعیت لري. د دواړو هېوادونو د سرحدي او جغرافیایي تړونونو له مخې، دغه جهیل یوه ګډه جغرافیایي ځانګړنه بلل کېږي.

دا اقدام وروسته له هغه ترسره شوی چې د واشنګټن او اوټاوا ترمنځ سوداګریزې خبرې ناکامې شوې او دواړو هېوادونو پر یو بل متقابلې تعرفې ولګولې.

ټرمپ تر دې وړاندې هم په یوه بل اجرائیوي فرمان کې د ''مکسیکو خلیج'' نوم د امریکا د حکومت په رسمي اسنادو کې ''د امریکا خلیج'' ته بدل کړی و.

دا فرمان یوازې د امریکا د فدرالي حکومت له لوري د نوم د کارولو پر څرنګوالي اغېز لري، او کاناډا یا نړیوال بنسټونه د دې نوم منلو ته اړ نه دي.

هغسې چې د مکسیکو خلیج د نوم د بدلولو په اړه د ټرمپ د پخوانۍ پرېکړې په قضیه کې وشول، ډېر احتمال شته چې د اونتاریو جهیل نوم به په نړیوالو او ګوګل نقشو کې هماغسې ''اونتاریو جهیل'' پاتې شي.

په هغه قضیه کې، د ګوګل مېپس هغه کاروونکي چې په امریکا کې دي، د ''د امریکا خلیج'' نوم ویني، په داسې حال کې چې په مکسیکو کې کاروونکي لا هم ''د مکسیکو خلیج'' ګوري. د نورو هېوادونو کاروونکو ته بیا دواړه نومونه په ګډه بڼه، ''د مکسیکو خلیج (د امریکا خلیج)'' ښکاري.

سپینې ماڼۍ هغه وخت د اسوشیټېډ پرېس خبریالان هم د ولسمشرۍ له ځینو مراسمو او غونډو منع کړل، ځکه چې دغې خبري ادارې په خپلو راپورونو کې د ''د امریکا خلیج'' نوم له کارولو ډډه کړې وه او پخوانی نوم یې کاراوه.

اسوشیټېډ پرېس د دې اقدام په غبرګون کې د ټرمپ ادارې پر ضد دعوه وکړه، او د دې قضیې حقوقي لانجه لا هم روانه ده.