مجاهد: تېر کال افغانستان کې د یو اعشاریه درې میلیونه ماشومانو زېږونونه ثبت شوي

    • Author, ببرک احساس، کابل کې د بي بي سي خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د تېر یوه کال په اوږدو کې د افغانستان په روغتونونو او روغتیايي کلینکونو کې څه باندې میلیون ماشومانو زېږونونه ثبت شوي دي.

ښاغلي مجاهد د ''حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې'' تر سرلیک لاندې د طالبانو حکومت د فعالیتونو د تشریح لړۍ په وروستۍ ورځ خبري کنفرانس کې په تېر کال کې د روغتیا، چاپېریال او ورزش په برخو کې د حکومت لاسته راوړنې بیان کړې.

ښاغلی مجاهد دغې خبري غونډې ته وویل چی په روغتونونو او روغتیایی کلینکونو کی تیر کال یو میلیون او ۳۰۰ زره زېږونونه ثبت شوي دي. د هغوزېږونونه په هکله چی په کلیو او کورونو کی تر سره شوی لا کره شمېری نه شته.

دا په داسی حال کی ده چی د روغتیا نړیوال سازمان، په افغانستان کې د مېندو مړینه د روغتیا له تر ټولو جدي بحرانونو څخه یو بولي او خبرداری ورکوي چې اوسمهال په دغه هېواد کې د هرو ۱۰۰ زره ژوندیو زېږونونو پر مهال ۵۲۱ مېندې د مېندوارۍ اړوندو لاملونو له کبله مري.

د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت

په داسې حال کې چې نږدې څلور کاله کېږي د افغانستان له پوهنتونونو او طبي زدکړیزو ادارو ښځینه فارغانې نه دي وتلې، د ذبیح الله مجاهد په وړاندې شوي راپور کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت پر کیفیت او ښځو ته د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي د اغېز په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف، تېر کال ویلي وو چې که دغه محدودیتونه تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، افغانستان به د پنځه زره او ۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د روزل شوو ښځو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو د شمېر کمېدل به د ماشومانو پر زده‌کړو، روغتیا او راتلونکې جدي اغېزې ولري.

د تاریخ تېرو او غیرمعیاري توکو له منځه وړل

ذبیح الله مجاهد وايي، یو زر ۲۹۵ ټنه غیرقانوني، تاریخ تېر او غیرمعیاري درمل، روغتیايي محصولات او خوراکي توکي له منځه وړل شوي او د طبي سرغړونو ۱۰۷ قضیو ته هم رسېدنه شوې ده.

د هغه په وینا، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په کابل کې ۲۶۵ زره او ۴۹۶ کیلوګرامه تاریخ تېر خوراکي توکي راټول شوي او ۱۸۵ زره او ۹۲۲ کیلوګرامه تاریخ تېر خوراکي مواد له منځه وړل شوي دي.

د ورزش په برخه کې ۶۲ مډالونه

ښاغلي مجاهد د ورزش په برخه کې د طالبانو د حکومت د فعالیتونو په یادولو سره وویل، افغانستان په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د بېډمنټن او دودیزې غېږنیونې د نړیوالو سیالیو کوربه و او د بېلابېلو هېوادونو ورزشکارانو په دغو سیالیو کې ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه چې ۲۴۰ افغان ورزشکارانو په ۳۲ نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او په ټولیز ډول یې ۶۲ مډالونه ترلاسه کړي دي.

د مجاهد په وینا، په دغو مډالونو کې ۱۵ د سرو زرو، ۱۸ د سپینو زرو او ۲۹ د برونزو مډالونه شامل دي.

د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې

په داسې حال کې کېږي چې د ''سېف د چلډرن'' د یوې نوې څېړنې له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ کچه د تېر کال پرتله لوړه شوې ده، ښاغلی مجاهد وایي له دوو میلیونو زیاتو ماشومانو د تغذیې له پروګرامونو ګټه اخیستې.

ذبیح الله مجاهد وايي، د روان کال په ترڅ کې له دوو میلیونو زیاتو له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د تغذیې له پروګرامونو ګټه اخیستې ده.د هغه په وینا، شاوخوا دوه میلیونو میندو او ماشومانو ته هم غني شوي خوراکي مواد ورکړل شوي دي.

خو د سیف د چلډرن په وینا، د ۲۰۲۶ کال په دویمه ربع کې د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ وضعیت د تېر کال د همدې مودې پرتله خراب شوی دی.

سېف د چلډرن وايي، په تېرو څلورو کلونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې سخته خوارځواکي ۱۴ سلنه زیاته شوې او په ۲۰۲۶ کال کې یې شاوخوا درې میلیونه او اووه سوه زره ماشومان اغېزمن کړي دي.

دغه اداره وايي، د خوارځواکۍ د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه یو په افغانستان کې د بشري مرستو کمېدل دي، چې له کبله یې شاوخوا ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. تر دې وړاندې شاوخوا څلور میلیونه کسان، چې نیمايي یې ماشومان وو، پر دغو مرکزونو متکي وو.

پر روغیتایی خدمتونو د نړیوالو مرستو د کمښت اغېز

نړیوال بسټونه وایي، په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ته بشري مرستې نږدې ۷۰ سلنه کمې شوې دي. په ۲۰۲۲ کال کې د دغو مرستو کچه درې اعشاریه ۲۷ میلیارده ډالره وه، خو په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده.

دا کموالی په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او له افغانستانه د امریکا او د هغه د متحدینو له وتلو وروسته رامنځته شوی دی. له هغه وخت راهیسې د افغانستان لپاره بهرنۍ مرستې محدودې شوې دي.

د ''سېف د چلډرن'' په وینا، د ۲۰۲۶ کال له نیمايي ډېره موده تېره شوې، خو افغانستان ته یوازې ۴۳۸ میلیونه ډالره بشري مرستې برابرې شوې دي، یعنی د اړتیا وړ بودیجې ۷۴ سلنه لا هم نه ده تامین شوې.

ذبیح الله مجاهد کابل کی د بي بي سي خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې، سره له دې چې د روغتیايي خدمتونو پر کمېدو د نړیوالو مرستو د اغېز په اړه د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د نړیوالو مرستو پر اهمیت ټینګار وکړ. وویل:''د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې له خپلې شته بودیجې او امکاناتو په استفادې په دې برخه کې لا ډېر پام وکړي.''

مجاهد زیاته کړه چې ټاکل شوې په هره ولسوالۍ کې یو ۳۰ بستریز روغتون جوړ شي.

د طالبانو د حکومت روغتیایی خدومتونه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو یوه کال کې یې د هېواد وګړو ته یې له ۹۴ میلیونو څخه ډېر بېلابېل روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

د دغه وزارت په وینا، په دولتي روغتونونو کې ۲۲۸ زره لوی او ۳۸۴ زره واړه عملیات ترسره شوي

همدارنګه، د مجاهد په وینا، له ۲۵ زرو څخه ډېر په نشه‌يي توکو روږدي کسان او له ۹۹ زرو څخه ډېر د سرطان ناروغان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

په کابل کې د سرطان درملنې۲۰۰ بستریز روغتون

ذبیح الله مجاهد وايي، په کابل کې د سرطان ناروغیو د تشخیص او درملنې ۲۰۰ بستریز روغتون هم فعالیت پیل کړی دی.

د هغه په وینا، د دغه روغتون برخې د بلخ، هرات، ننګرهار او کندهار په حوزوي روغتونونو کې هم فعالې شوې دي.

مجاهد وايي، په ټول هېواد کې د روغتیايي زیربناوو د پراختیا په موخه ۶۰ ساختماني پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د هغه په وینا، په دغو پروژو کې ۲۴ ولسوالۍ روغتونونه، ۲۵ روغتیايي مرکزونه او د ماشومانو د ځانګړې درملنې یوه څانګه شامله ده.

نوموړی وايي، د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د ۱۰۳ روغتیايي مرکزونو او روغتونونو د جوړولو او بیارغونې چارې هم پیل کړې دي.

د هغه په وینا، په دغو پروژو کې حوزوي، ولایتي، نسایي ولادي او ولسوالۍ روغتونونه، روغتیايي مرکزونه او د ځانګړو ناروغیو د درملنې مرکزونه شامل دي.

خو د هېواد یو شمېر وګړي وايي، په دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو ترمنځ ډېر توپیر شته.

هغوی وايي، په دولتي روغتونونو کې وړیا او د لوړ کیفیت جراحي خدمتونو ته لاسرسی محدود دی. په ډېرو مواردو کې ناروغان یوازې له وړیا بستر او د ډاکټر له معاینې برخمن کېږي او اړ کېږي چې د درملنې او عملیاتو لپاره درمل، وسایل او نور اړین توکي پخپله برابر کړي.