تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل او استانې د همکاریو نوی څپرکی: افغانستان او قزاقستان په کلني ډول درې میلیاردو ډالرو ته د سوداګرۍ رسولو هوډ لري
د قزاقستان د ولسمشر مرستیال او د هغه هېواد د اقتصاد وزیر سیریک ژوما نګارین د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د جمعې پر ورځ کابل ته رسېدلی. د لیدنو کتنو منځټکي تر ډېره سوداګري او ټرانزیټي لارې دي.
دغه پلاوي د طالبانو حکومت د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په ګډون، له امنیتي، ډیپلوماټیکو او سوداګریزو څېرو سره پرلپسې ناستې درلودې.
د شنبې پر ورځ کابل کې د طالبانو حکومت له تر ټولو لوړ پوړي مشر لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند سره په کتنه کې، د ښاغلي نګارین له خولې ویل شوي چې، غواړي کابل کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیزي او ورسره د درملو د پلور یوه لویه څانګه جوړه کړي. د مزارشریف، هرات او کندهار د اورګاډي پټلیو جوړلو کې د مرستې او کابل پوهنتون کې د یوه علمي مرکز جوړولو یادونې هم شوې دي.
قزاقي پلاوي افغانستان ته له کډوالۍ ستنو شویو کورنیو سره د بشري مرستو " اته واګنه د اړتیا وړ توکي هم افغانستان ته رسولې دي."
د ملامحمد حسن له خولې ویل شوي چې د خپل حکومت اړونده ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې له قزاقستان سره د همکارۍ پیاوړې کېدا فرصتونه پسې وپالي.
ښاغلي نګارین په سیاسي او ډیپلوماټیک ډګر کې هم د همکارۍ ټټر وهلی او د طالبانو حکومت ریس الوزرا ته یې استانې ته د رسمي سفر بلنه ورکړې ده.
که څه هم په ناستو ولاړو کې د ټولیزې ګډې همکارۍ ټکي کارول شوي خو دې سفر کې له سیاسي بحثونو ډېر پر سوداګرۍ او پانګونه خبرې شوې دي.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت بي بي سي ته وویل، د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر لانقشې خبرې شوي دي.
هغه وویل " که دا لارنقشه پلې شي، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ به سوداګري درې میلیاردو ډالرو ته لوړه شي." ښاغلی فطرت وايي دې لار نقشه کې " د کرنې، ترانسپورت، د کانونو کېندنې، اوسپنۍ پټلۍ، او صنعت په برخو کې ګډ کار کول، د بانکي اړیکو پیاوړتیا، د کرنې او مالدارۍ اړوندې هوکړې، د مالي بازارونو په برخه کې تخنیکي همکاري، د کورنیو اسعارو کارول، د ترانسپورتي او لوژیستیکي همکارۍ پراختیا، د افغانستان ایران، قزاقستان او ترکمنستان د ګډ مرکز وړاندیز او په خارګوس بندر کې د افغانستان اړوند وارداتي توکو لپاره د لوژیستکي مرکز جوړل شامل دي."
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په کلني ډول سوداګر شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د سوداګریزو چارو کارپوهان وايي، د طالبانو حکومت لپاره چې د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د کار او زده کړو په برخه کې د محدودیتونو له امله له نړیوال تعامله په څنډه دی دا ډول پرمختیاوې یو مهم ګام دی.
د افغان سوداګرو لپاره هم یوه داسې موکه بلل کېږي چې د دې اډانې دننه نه یوازې د قزاق افغان سوداګرۍ کې پرمختګ کېږي چین او روسیې ته د ټرانزېټ په لاره کې هم اسانۍ برابروي.
د قزاقستان له لوري هم د لا پراخې همکارۍ هوډ لیدل کېږي. په دې وروستیو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي وو، افغانستان ته نه یوازې د یو سوداګریز شریک به سترګه ګوري، دغه هېواد ورته یو مهم سوداګریز دهلیز او نړۍ ته د توکو د لېږد یوه لنډه لاره ده.
خو تر ټول ډېر سود به له دې اړیکو ولسي افغانان او هغه سوداګر یوسي چې پاکستان سره د ناسازه اړیکو په ټس کې زیانمن شوي او دا ورته یوه بدیله لار برېښي.