تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سندرغاړی او شاعر عرفان کمال څومره پېژنئ
سندرغاړی او شاعر عرفان کمال څومره پېژنئ
د خپرېدو وخت
عرفان کمال د پښتو موسيقۍ د يو ځوان او خوږ غږ لرونکی سندرغاړی دی، چې د خپل پلار او د پښتو ژبې د وتلي هنرمند فضل ربي د هنري ميراث د پر مخ بيولو هڅه کوي. فضل ربي د لسيزو په اوږدو کې يې د پښتو موسيقۍ له لارې د ولس احساسات انځور کړي، او اوس يې زوی عرفان کمال هڅه کوي همدا لاره تعقيب کړي.
عرفان کمال يوازې سندرغاړی نه، بلکې يو تکړه شاعر هم دی، چې د نورو نامتو شاعرانو د کلام تر څنګ خپل شعرونه هم پخپله خوږه لهجه وړاندې کوي. همدا ځانګړنه هغه د پښتو موسيقۍ په ډګر کې له نورو جلا کوي.