تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بيبيسي رپوټ څنګه د یوه نابینا پلار او د هغه د کورنۍ ژوند بدل کړ؟
بيبيسي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په یوه رپوټ کې د بلال خان په نامه د یوه نابینا افغان د ژوند کیسه خپره کړې وه، چې څلور ماشومان لري.
هغه له خپلې کورنۍ سره د افغانستان په شمال کندز ولایت کې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کاوه، چې مونږ ورسرمرکه وکړه.
بلال په پاکستان کې و چې د کورنۍ په ګډون یې د استرالیا ویزې راغلې وې، خو له ویزو څو ورځې وروسته د پاکستاني حکومت لخوا په زور و ایستل شو او افغانستان کې ایسار پاتې شو.
که څه هم د بلال خان د ویزې موده لا نه وه پای ته رسېدلې، خو له هغې یو کال پرې اوښتی و او استرالیا ته د ننوتو موده یې پای ته رسېدلې وه.
سره له دې چې ویزه یې لرله، خو نه هغه او نه یې هم د کورنۍ کوم بل غړي پاسپورټ یا استرالیا ته د سفر لګښت درلود.
د بلال خان راتلونکی نامالوم و.
د بلال خان په اړه د بيبيسي لومړی رپوټ دلته کتلی شئ.
د بيبيسي د رپوټ له خپرېدو وروسته ډېرو کسانو له هغه سره اړیکه ونیوله او بالاخره استرالیا ته د هغه د تګ زمینه برابره شوه.
نن چې ورسره د د ویم ځل لپاره خبرې کوو، نږدې هر څه بدل شوي دي. بلال اوس زرګونه کیلومتره لېرې، د استرالیا په ملبورن ښار کې ژوند کوي.
نوی کور لري، نوی ژوند یې پیل کړی او وایي چې ماشومان یې اوس خوشحاله دي او په نس ماړه دي.
د کندز له یوې خټینې کوټې، د ملبورن تر ښاره، دا بدلون څنګه راغی؟ د بيبيسي خبریالې تورپېکۍ غرنۍ په دې رپوټ کې یې کتلی شئ.