د پسته لیق چاپېریالي اندېښنې

د ویډیو تشریح، د پسته لیق چاپېریالي اندېښنې
د پسته لیق چاپېریالي اندېښنې

د افغانستان لوېدیځ ولایت بادغیس، پسته‌لیق له ښکلو طبیعي سیمو یوه ده.

هغه شنه سیمه چې د پستې ځنګلونه لري او هر کال زرګونه سیلانیان ځان ته ور بولي . خو دا طبیعي شتمني اوس د چاپېریالي ککړتیا او بې‌پروايۍ له ګواښ سره مخ ده.

د سیمې اوسېدونکو د دغه ستونزې د پراخېدو مخنیوي لپاره ګام پورته کړی او له سیلانیانو هم غواړي چې د دې طبیعي میراث په ساتنه کې ونډه واخلي.