د راشد خان ۲۵۰مه نړیواله لوبه؛ دا افغان ستوری کوم ریکارډونه لري؟

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغان کرېکټ ستوري لوبغاړي راشد خان د زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان له نننۍ یو ورځنۍ لوبې سره په ټولو فارمټونو کې ۲۵۰ نړيوالې لوبې بشپړې کړې.

نوموړي تر دې مهاله ټولې شپږ ټېسټ لوبې، ۱۲۶ يو ورځنۍ او ۱۱۸ شل اوریزې نړيوالې لوبې کړې دي او په دې ټولو لوبو کې یې ۴۷۹ لوبغاړي سوځولي دي.

راشد خان په ۲۰۱۵ کال کې د همدې زېمبابوې پر وړاندې لومړۍ نړيواله لوبه وکړه او له هغه راهيسې یې په کم عمرۍ کې نړيوال شهرت وموند او د خپلې چټکې او دقيقې توپ اچونې پر مټ اوس د کرېکټ نړيوالې شورا د درجه بندۍ له مخې د نړۍ په کچه د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی.

د ده له ریکارډ ښکاري چې هره لوبه کې د راشد خان ونډه څومره مهمه ده. دی په هر فارمټ کې ځلېدلی، خو تر ټولو ډېرې وېکټې یې په يو ورځينو کې اخيستې دي.

نوموړی د افغانستان د ملي لوبډلې تر څنګ د نړۍ په بېلابېلو ليګونو کې هم لوبېدلی او ګڼې لاسته راوړنې یې لرلې دي.

د نړيوالو يو ورځنيو لوبو ریکارډونه

راشد خان تر دې مهاله ټولې ۱۲۶ یو ورځنۍ نړيوالې لوبې کړې دي.

په يو ورځنيو لوبو کې یې ټولې ۲۳۷ وېکټې اخيستې دي. نوموړی په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان له اړخه لومړی لوبغاړی دی چې له ۲۰۰ ډېرې وېکټې اخلي. په پنځوس اوریزو لوبو کې یې تر ټولو ښه توپ اچوونه د ویسټ انډیز پر وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې وه چې د ۱۸ منډو په بدل کې یې ۷ لوبغاړي وسوځول.

په يو ورځنيو کې بيا د وېسټ انډيز له سونيل نارين وروسته دويم لوبغاړی دی چې په چټکۍ سل وېکټې اخلي.

د نړيوالو شل اوريزو ریکارډونه:

افغان ستوري راشد خان په شل اوريزو کې ټولې ۱۹۷ وېکټې اخيستې دي. چې تر ټولو غوره توپ اچوونه یې په يوه سيالۍ کې په دریو منډو د پنځو لوبغاړو سوځول دي.

د ده د شل اوریزو لوبو ریکارډ تر ټولو مخکښ دی. په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې تر بل هر لوبغاړي ډېرې یعنی ۱۹۷ ویکټې اخيستې دي.

راشد خان په شل اوريزو کې په چټکۍ د ۱۰۰ وېکټو اخيستو ریکارډ هم لري او د دې ترڅنګ د شل اوريزو تر ټولو ځوان کپتان هم و.

په شل اوريزو کې یې تر ټولو ډېر ځله په يوه لوبه کې څلور وېکټې اخيستې دي.

د ټېسټ لوبو ریکارډونه:

راشد خان په ټېسټ يا د سره توپ فارمټ کې ټولې شپږ لوبې کړې او ۴۵ وېکټې یې اخيستې دي. نوموړی په وروستيو کې د ټپي کېدو له کبله په ډېرو ټېسټ لوبو کې ګډون نه کوي خو په دې فارمټ کې یې تر ټولو غوره توپ اچوونه د ۶۶ منډو په ورکولو د اوو لوبغاړو سوځول دي.

نوموړی د ټېسټ لوبو تر ټولو ځوان لوبډلمشر هم پاتې شوی دی. د لوبډلمشرۍ پر مهال یې عمر ۲۰ کاله او ۳۵۰ ورځې و.

راشد خان د غوره توپ اچوونکي تر څنګ چټکه توپ وهنه هم کولی شي چې په سختو شرايطو کې د اړتيا په وخت کې یې د افغان لوبډلې په ګټه تېزې منډې هم کړې دي.

راشد خان د خپل لوبيز ژوند په اوږدو کې په نړيواله کچه او په شل اويزو ليګونو کې له بېلابېلو لوبډلو سره مخامخ شوی او د پاموړ لاسته راوړنې یې لرلې دي چې له همدې کبله په نړيواله کچه د افغانستان کرېکټ د پېژندنې او پراخولو کې هم مهم رول لري.