کونړ کې چارواکي: د پاکستان هوايي بریدونو ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي
کونړ کې چارواکي: د پاکستان هوايي بریدونو ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي
په کونړ کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي په دغه ولایت کې د پاکستان په هوايي بریدونو لسګونو عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.
د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص ویلي چې په دغو بریدونو کې په مرکز اسداباد او شاوخوا ولسوالیو کې د عامو خلکو کورونه په نښه شوي دي.
بيبيسي ته په استول شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې لږترلږه په یوه برید کې د کونړ د ښوونې او روزنې پوهنځي ته هم زیان اوښتی دی.
د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.



