اکسیوس: ایران او امریکا د بریدونو پر درېدو او دوحه کې پر مذاکراتو هوکړه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
امریکايۍ خبري ویبپاڼې اکسیوس وايي، تهران او واشنګټن هوکړه کړې چې فارس خلیج کې پر یو بل د تازه بریدونو لړۍ دروي او په څو راتلونکو ورځو کې به دوحه کې مستقیمې خبرې اترې پیل کړي.
د اکسیوس خبریال بارک راوید لیکلي: "یو جګپوړی امریکایی چارواکی وايي، متحدو ایالتونو او ایران هوکړه کړې چې د یو بل خلاف بریدونه ودروي."
نوموړي زیاته کړې "د دغه چارواکي په وینا، ټاکل شوې دواړه خواوې دوحه کې د سېشنبې ورځې لیدنې پر مهال د هرمز تنګي پر سر د اختلافاتو هواري ته لارې چارې ومومي."
د اکسیوس د رپوټ له مخې، د تهران او واشنګټن دغه تازه پلان شوي مذاکرات به پر هرمز تنګي متمرکز وي.
تهران وايي، امریکا سره د جګړې پای ته رسولو تړون کې هوکړه پر دې شوې چې د هرمز تنګي کنټرول به د ایران لاس کې وي او دا چې تازه نښتې هم د دغه تنګي په مدیریت کې د امریکا د لاوسوهنې له کبله شوې.

د عکس سرچینه، IRNA
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي همدا تېره ورځ (یکشنبه) د عراق د سفر پر مهال وویل، امریکا سره د شوې هوکړې له مخې د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل "یوازې" د تهران په غاړه دي او دا چې هر ډول لاسوهنه د دغه بهیر پر وړاندې د خنډ او د کړکېچ د ډېرېدو لامل ګرځي.
هغه د عراق له ولسمشر نزار امیدي سره د کتنې پر مهال ویلي، "د امریکا او صهیونیستي رژیم [اسرائيل] لخوا د هوکړې له ځینو برخو - په ځانګړې توګه د هغې له لومړي بنده سرغړونه، سیمې ته د امنیت او ثبات د راګرځېدو پر وړاندې جدي خنډ ګرځېدلی."
د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې دوی غواړي چې د دې هوکړې مواد عملي شي، خو د مقابل لوري له اړخه به د هر ډول سرغړونې پر وړاندې "پریکنده ګامونه واخلي."
د یادونې ده چې تېرو درېیو ورځو کې لږ تر لږه دوه بېړۍ له هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال د بریدونو هدف ګرځېدلې، چې له کبله یې د ایران او امریکا ترمنځ بریدونه هم تبادله شوي دي.
لومړۍ بېړۍ د پنجشنبې پر ورځ په نښه شوه، چې ورپسې امریکا د ایران پر سویلي ساحلونو بریدونه وکړل، او ایران هم وویل چې په غبرګون کې یې په سیمه کې د امریکا اډې په نښه کړې دي.
تهران او واشنګټن دواړه یو بل د اوربند پر ماتولو تورنوي.





















