په کور کې مې مور، مېرمن، شپږ لوڼې او درې زامن وو خو "اوس یو هم نشته"
په کور کې مې مور، مېرمن، شپږ لوڼې او درې زامن وو خو "اوس یو هم نشته"
د خپرېدو وخت
د هلمند په ګرمسېر کې د پاکستان د هوايي ځواک د تېرې شپې بریدونو کې یوه ښځه او درې ماشومان وژل شوي دي.
د اغېزمنې شوې کورنۍ یو غړی وايي، دی لښکرګاه ته تللی و او په کور کې یې مور، مېرمن، شپږ لوڼې او درې زامن وو خو "اوس یو هم نشته."
دی زیاتوي چې د څلورو کسانو جسدونه یې کتلي او نور درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
دا کورنۍ دغلته په کرایه کور کې اوسېده.



