سره غالۍ او د جنګي الوتکو الوتنې؛ شي جېنپېنګ ته د ډونلډ ټرمپ هرکلی
سره غالۍ او د جنګي الوتکو الوتنې؛ شي جېنپېنګ ته د ډونلډ ټرمپ هرکلی
د خپرېدو وخت
د چین ولسمشر شي جېنپېنګ په یوه تاریخي درې ورځني سفر واشنګټن ته رسېدلی دی.
هغه ته خپل امریکايي همپوړي ډونلډ ټرمپ په 'اندریوز' ګډه پوځي اډه کې هرکلی ووایه.
نوموړي ته سره غالۍ غوړول شوې وه او پورته د بي-۱ بم غورځوونکو په ګډون پوځي الوتکو الوتنې وکړې.
ویل کېږي دواړه مشران به د تعرفو، مصنوعي ځیرکتیا، د ایران جګړې او تایوان په اړه خبرې وکړي.


