ادبیاتو کې د نوبل سږنۍ جایزه کاناډايۍ شاعرې ان کارسن ته ورکړل شوه

Anne Carson
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

۷۶ کلنه کارسن د داسې اثارو له امله ستایل کېږي چې ډېر وخت د شعر، داستان او څېړنې ترمنځ پولې ماتوي.

د نوبل جایزې کمېټې وویل چې دا جایزه ورته "د هغې د زړورو او نوښتګرو اثارو له امله ورکړل شوې چې له کلاسیک روایت سره په یوه په زړه پورې تعامل کې، د معاصرو ادبياتو لپاره یې نوې بڼې رامنځته کړې دي."

د نوبل جایزه د علمي او ادبي هڅو له امله ورکول کېږي او په نړیوالو ادبياتو کې تر ټولو معتبره جایزه ده چې ګټونکی یې ۱۲ میلیونه سویډني کروډونه (۹۰۰ زره بریتانوي پونډه، ۱.۲ میلیونه ډالره) ترلاسه کوي.

د سویډن د اکاډمۍ دایمي سکرترې، انګرید کارلبرګ وویل چې له اعلان لږ مخکې یې پر ټیلیفون کارسن ته د جایزې خبر ورکړی.

کارلبرګ وویل: "هغې ورته وویل چې اوس مهال په ایسلنډ کې ده." د جایزې ګټلو له زېري سره " ناڅاپه حیرانه شوه خو خورا خوشحاله وه. ما دا خبره د هغې په غږ کې احساسولای شوه." کارسن د لرغونې یوناني ادبياتو ژباړې هم کړې دي او له ۳۰ کلونو ډېره موده کېږي چې د کلاسیکو علومو استاده ده.