چين د افغانستان او پاکستان خبرې مثبتې او د پرمختګ په حال کې بللي

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغانستان او پاکستان تر منځ د چین په ارومچي ښار کې د خبرو په دویمه ورځ کوربه بېجېنګ دا خبرې مثبتې او په پرلپسې ډول د پرمختګ په حال کې بللې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جمعې پر ورځ (اپرېل درېیمه) په یوه خبري غونډه کې وویل، " د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې په ثابت ډول مخته روانې دي."

نوموړې د چین په کوربتوب او منځګړیتوب دا خبرې له ارزښته ډکې وبللې.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو دا پړاو له سختو نښتو او په کابل او نورو سیمو کې د پاکستان له داسې بمباریو وروسته پیل شوی چې ډیری قربانیان یې ولسي وګړي بلل کېږي.

د چین په منځګړیتوب دا خبرې که څه هم په خلیجي هېوادونو کې د پاکستان او د طالبانو حکومت استازو ګډون ته په کتو د ټېټې کچې بلل کېږي خو د خبرو د پیل او باور جوړونې لپاره مثبتې بلل شوې دي.

باخبره ځینو نورو سرچینو هم د پیل شویو خبرو فضا مثبته بللې که څه هم وروستۍ هیلې یې د کابل او اسلام اباد په پرېکړو پورې تړلې دي.

چین چې د پاکستان او افغانستان دواړو سره ګډه پوله او له حکومتونو سره یې نږدې اړیکې پالي د دغو خبرو پیل لپاره یې پرلپسې ډيپلوماټیکې هڅې کولې. د افغانستان او پاکستان تر منځ په کمساري ډول د اړیکو خرابېدو او په یوه بل د سختو ګزارونو له ادعاوو سره چین د منځګړیتوب رول او په ټپه ولاړو خبرو بیا پیل لپاره د شرایطو برابرولو لپاره کابل او اسلام اباد ته خپل استازی هم ولېږه او په پرلپسې ډول یې د بهرنیو چارو وزارت له ښکیلو غاړو سره په اړیکه کې وو.

پاکستان او افغانستان هم د څنګلوري دغې پیاوړې ګاونډي هڅې ارزښتمنې بللي او هر کلی یې کړی دی.

کابل او اسلام اباد ویلي د یوه بل پر وړاندې د شته اندیښنو سره سره د خبرو او ډيپلوماسۍ ور نه بندوي.

ټاکل شوې د دغو خبرو بشپړ جزیات هم د دریو واړو لورو له تفاهم وروسته له رسنیو سره شریکه شي.

له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې پر نهمه نېټه پاکستان پر کابل لومړی هوايي برید وکړ. پایله کې د همدې اکتوبر میاشتې پر ۱۹مه د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پاکستان او افغانستان کې د طالبانو حکومت پر سملاسي اوربند سلا شول. له پلان سره سم څو ورځې وروسته ترکیې کې هم غونډه وشوه، خو بې پایلې پای ته ورسېده چې ورسره وخت په وخت پاکستان د افغانستان بېلابېلو سیمو کې بمبارۍ کړي او پر کرښه هم ددواړو لورو تر منځ د نښتو رپوټونه ورکول کېږي.

د خبرو په اړه د طالبانو د حکومت دریځ

افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنېو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي چین ته د خپل حکومت په استازولی د یوه پلاوی د لېږلو خبر تر څنګ د خپل حکومت په همیشني دریځ ټينګار کړی دی.

نوموړي د پنجشنبې پر ورځ په خپل ایکسپاڼه لیکلي چې د دوی پلاوی چین ته رسېدلی دی او زیاته کړې یې ده چې" له پاکستاني لوري سره به د خپل اصولي موقف له مخې رسمي خبرې اترې ترسره کړي".

ښاغلی بلخي ویلي" دا بهیر د چین په غوښتنه" ترسره کېږي.

‏ښاغلي بلخي ویلي، دوی باور لري چې "د متقابل درناوي، نه لاس وهنې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماټیک تعامل له لارې د دواړو هېوادو ترمنځ مسئلو ته عملي او تل پاتې حل لاره موندل کېدی شي".

د ځینو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان د طالبانو حکومت پلاوي کې د بهرنيو چارو وزارت استازي محب‌الله وثیق اوعبدالحی قانت، د استخباراتو ریاست استازی یحیی تکل، د کورنیو چارو او د دفاع وزارتونوعارف‌الله او روح‌الله عمر شامل دي.

له دې وړاندې هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ په قطر، سعودي او ترکیه کې ناستې شوې وې، خو بې له کومې مشخصې پایلې پای ته رسېدلې وې او د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ دوام وکړ.

پاکستان څه وايي؟

د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې "اسلام اباد د چین په ارومچي ښار کې له افغانستان سره خبرو لپاره د لوړې کچې پلاوی استولی دی."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي اسلام اباد کې اونیزې خبري ناستې ته وویل چې دې خبرو کې لوړپوړي چارواکي د پاکستان استازولي کوي، خو هغه د پلاوي د جوړښت په اړه نور تفصیل ورنه کړ.

ځینو رسنیو ویلي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان هم د پاکستاني پلاوي برخه دی،

خو د نورو نومونه نه دي ډاګیزه شوي. طاهر اندرابي ویلي " د پلاوي لېږلو څخه موخه دا ده چې موږ د خبرو دروازې نه دي بندې کړې خو له افغانستان څخه باید ترهګري بنده شي."

د خبرو له پیل سره هممهاله پاکستان یو ځل بیا افغانستان کې د طالبانو له حکومته د هغو خلکو خلاف چې دوی یې 'ترهګر' بولي د سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو او اطلاعاتو وزارت چارواکو ویلي د خبرو له پیل سره یې د افغانستان پر وړاندې تګلاره نه ده بدله شوې او نه هم د دوی په ټکو د خبرو پر مهال د افغانستان خلاف ( غضب للحق) عملیات دروي.