تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خیبر پښتونخوا؛ د وسله والو برید کې د یوه افسر په ګډون یو شمېر پولیس وژل شوي
د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت د هنګو ولسوالۍ د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو برید او له هغه وروسته عملیاتو کې د پولیسو یوه افسر (ډي اېس پي) په ګډون یو شمېر پولیس وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي.
د ځايي پولیسو په وینا، د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال د ښار پولیسو افسر (ډي اېس پي) دیار خان له دوو نورو پولیسو سره یو ځای وژل شوی دی.
وروسته د ولسوالۍ د پولیسو مشر (ډي پي او) طارق حبیب وویل، د برید او عملیاتو پایله کې د ډي اېس پي په ګډون ټولټال اووه پولیس وژل شوي دي، او د ډي اېس پي مجاهد حسین په ګډون ۱۸ نور پولیس ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، ټپیان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده.
بل لور د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل اپريدي د هنګو د خزینې بانډې سیمې پر پولیس پوستې د وسله والو برید غندلی او د پېښې په اړه یې د پولیسو له عمومي مشر (ای جي) څخه راپور غوښتی دی.
اعلی وزیر وژل شویو پولیسو ته درناوی وړاندې کړی او د هغوی له کورنیو سره یې د خواخوږۍ او غمشریکۍ څرګندونه کړې ده.
هغه دغه راز اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې ټپي شویو پولیسو ته غوره طبي اسانتیاوې برابرې کړي.
محمد سهیل اپريدی وايي:
''د وسله والو پر ضد جګړه کې د خېبر پښتونخوا د پولیسو قربانۍ نه هېریدونکې دي.''
هغه زیاته کړه:
''د امنیت ټینګښت د حکومت لومړیتوب دی او د پولیسو د سرتېرو قربانۍ به بې پایلې نه پرېښودل کېږي.''
په ورته مهال د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي هم پر پولیس پوستې برید په کلکه غندلی او د ډي اېس پي په ګډون د وژل شویو پولیسو پر مړینه یې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
والي په یوه بیان کې ویلي:
''د وژل شویو پولیسو قربانۍ د ملت پانګه ده او وسله وال به هېڅکله خپلو ناوړه موخو ته ونه رسېږي.''