د فوټبال نړیوال جام: سکاټلنډ هایټي‌ او استرالیا ترکیې ته ماته ورکړه

سکاټلنډ په یوه سخته سیالۍ کې هایټي‌ ته یو صفر ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سکاټلنډ په یوه سخته سیالۍ کې هایټي‌ ته یو صفر ماته ورکړه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د فوټبال نړیوال جام د څلورمې ورځې سیالیو کې چې نن یکشنبه سهار وختي وشوې، سکاټلنډ هایټي ته یو – صفر او استرالیا ترکیې ته دوه – صفر ماتې ورکړه.

سکاټلنډ او هایټي‌ په (سي‌) ګروپ کې له برازیل او مراکش سره او استرالیا او ترکیه بیا په (ډي)‌ ګروپ کې د امریکا له متحدو ایالتونو او پاراګوای سره لوبېږي.‌

نن یکشنبې لپاره دوه نورې نسبتآ په زړه پورې سیالۍ هم پلان دي.‌

ټاکل شوې د جرمني د فوټبال ملي لوبډله چې په (يي) ګروپ‌ کې ده، د امریکا په هاسټن کې له کوراسایو او ورپسې څو ساعته وروسته د (اېف) ګروپ په سیالیو کې هالنډ‌ په دالاس لوبغالي‌ کې له جاپان سره مخامخ شي.‌

استرالیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، استرالیا په روان نړیوال جام کې په خپله لومړۍ لوبه کې ترکیې ته ۲-صفر ماته ورکړه

تر دې ورمخکې د تېرې شپې او تېرې ورځې سیالیو کې برازیل له مراکش او قطر له سویس سره یو-یو مساوي او متحدو ایالتونو بیا پاراګوای ته د یو پر وړاندې په څلورو ګولونو لویه ماته ورکړې وه.‌

د یادونې ده چې برازیل تر ټولو ډېر (۵‌ ځله) د فوټبال نړیوال جام ګټلی دی.‌

د برازیل او مراکش ترمنځ لوبه یو-یو مساوي شوه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برازیل او مراکش ترمنځ لوبه یو-یو مساوي شوه

سبا (دوشنبې) ته څلور سیالۍ پلان دي.

په (يي) ګروپ کې به د عاج ساحل له اېکوادور، په (اېف) ګروپ کې به سویډن له تونس، په (جي) ګروپ کې بلجیم له مصر او (اېچ) ګروپ کې اسپانیا له کېپ وردې سره لوبه لري.

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د جون پر ۱۱مه پيلېږي او د جولای پر ۱۹ نېټه له پایلوبې سره پای مومي.

د نړیوال جام سیالۍ د درېیو کوربه هېوادونو - امریکا متحدو ایالتونو، مکسیکو او کاناډا په ۱۶ بېلابېلو لوبغالو کې ترسره شي.