د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د لوبو د مهالویش جدول ډاونلوډ کړئ

د لوبو د مهالویش جدول ډاونلوډ کړئ
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

ایا غواړئ د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام ټولې سیالۍ له نږدې تعقیب کړئ او په دقیق ډول پوه شئ چې هره لوبه کله او چېرته کېږي؟

که ځواب مو هو وي، نو کولای شئ د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ټولو سیالیو د مهالوېش جدول له دې ځایه وړیا ډاونلوډ او له لومړۍ سیالۍ تر پایلوبې پورې ټولې تعقیب کړئ.

د لوبو مهالویش ډاونلوډ کړئ:

هر ځای هره سیالۍ!

د نړیوال جام د سیالیو د مهالوېش دا جدول چاپ کړئ، د لوبو په جریان یا له مخکې پکې خپلې وړاندوینې ولیکئ او بیا یې له ملګرو او کورنۍ سره پرتله کړئ.

که تاسې ټولې لوبې تعقیبوئ یا یوازې د خپلې خوښې پر لوبډله تمرکز کوئ، نو د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام دغه جدول مو د لارې ښه ملګری دی.

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د جون پر ۱۱مه پيلېږي او د جولای پر ۱۹ نېټه له پایلوبې سره پای مومي.

د نړیوال جام سیالۍ د درېیو کوربه هېوادونو - امریکا متحدو ایالتونو، مکسیکو او کاناډا په ۱۶ بېلابېلو لوبغالو کې ترسره شي.