ټرمپ: پاچا چارلز هم مني چې ایران باید اټومي‌ وسلې ترلاسه نه کړي

ټرمپ: پاچا چارلز هم مني چې ایران باید اټومي‌ وسلې ترلاسه نه کړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي،‌ د برېتانیا پاچا چارلز درېیم هم په دې کې ورسره همغږۍ دی چې ایران باید د اټومي وسلو ترلاسه کولو ته پرې نښودل شي.

هغه دا څرګندونې په سپينه ماڼۍ کې د برېتانیا پاچا او ملکې ته په یوه نیول شوې غونډه کې د وینا پر مهال کړې دي.

ټرمپ که څه هم د ایران نوم یاد نه کړ خو ویې ویل چې "هغه ځانګړی مخالف مو له نظامي پلوه مات کړی دی" او "دغه حریفه به هېڅکله هم پرې نږدو چې اټومي وسلې ترلاسه کړي. په دې کې پاچا چارلز ان تر ما هم ډېر راسره همغږۍ دی او هغوی هم اوس په دې خبره ډېر ښه پوهېږي".