عراق کې د افغان کډوالو ستونزې؛ "ملګري ملتونه زموږ سره توپيري چلند کوي"

- Author, علي حسیني
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
"قربان دې شم، واوره! له افغانانو څخه د یوه کس اسناد هم تر اوسه نه دي تمدید شوي. یوازې چې سوریايان یا عربان وي، نو هغوي دننه (پرېږدئ؟!)"
دا هغه خبرې دي چې یوه افغان پناه غوښتونکي په بغداد کې د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر له ژباړن سره وکړې، څو اجازه ورکړي چې دوی د دې ادارې ودانۍ ته دننه شي. په هغې ويډيو کې چې له دې شېبې اخيستل شوې، ښکاري چې د دغه پناه غوښتونکي هڅه بې پايلې پاتې کېږي او د دې ادارې دوه تنه کارکوونکي هڅه کوي چې هغوی یې له دروازې ليرې کړي.
۲۰۲۰ کال په عراق کې ۶۴ افغانانو د ملګرو ملتونو اړوند دفتر کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي وو. خو له پنځو کلونو وروسته دا شمېر ۸۹۵۳ کسانو ته ورسېد؛ یعنې ۱۴۰ برابره زیاتوالی. د دې زیاتوالي اصلي لامل په افغانستان کې د پخواني نظام پرځېدل، چې له امله یې لسګونه زره افغانان اړ شول خپل هېواد پرېږدي او له هغو څخه یو شمېر عراق ته ولاړ شي.
خو اوس له هغوی څخه یو شمېر په دې هېواد کې د خپل نامعلوم برخلیک او هغو ستونزو په اړه اندېښمن دي چې ورسره مخامخ شوي دي.
په هغو ویډیوګانو کې چې بيبيسي ته رسېدلې، یو شمېر افغان پناه غوښتونکي لیدل کېږي چې په عراق کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته راټول شوي او غواړي ودانۍ ته ننوځي.
یو افغان د ګیلې په بڼه وایي؛ "دا هم ملګري ملتونه دي. د افغانانو لپاره هېڅ کار نه کوي او ټول کارونه یې یوازې د سوریایانو لپاره دي."
په ورته وخت کې کله چې له هغو نه یوه ولیدل چې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ژباړن د دروازې خوا ته نږدې شو، ورته يې وويل؛ "دا عدالت نه دی، دا انصاف نه دی. وګوره، قانون داسې نه دی چې سوریایان دننه لاړ شي، خو افغانان او ټول فارسيژبي د دروازې تر شا پاتې شي."
لږ شېبه وروسته کله چې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مسوولينو افغانان د ودانۍ له دروازې وويستل، يو افغان له ډېرې غوسې څو ځلې د ودانۍ دروازه په سوکونه ووهل او بيا له هغه ځايه ناهیلی ولاړ.

بيبيسي له هغو درېیو افغانانو سره خبرې کړې، چې په عراق کې دي او له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي؛ په هغو کې یو هم هغه کس دی چې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته یې اعتراض کړی و. د احتمالي پایلو له امله، موږ د هغوی لپاره مستعار نومونه غوره کړي دي.
لکه څرنګه چې محمد رضا وایې هغه څلور کاله وړاندې په عراق کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې درېیم هېواد ته د پناه غوښتونکي په توګه د لېږدولو په موخه نوم لیکنه وکړه، "له هغه وخت راهیسې تر اوسه زموږ سره هېڅ جدي مرکه نه ده شوې؛ نه د پناه غوښتنې د دلایلو په اړه او نه هم د امنیتي وضعیت په اړه. یوازې زموږ بایومټریک معلومات واخیستل شول او یو کارت راکړل شو چې هر کال تمدیدېږي. خو زموږ د برخلیک مالومولو لپاره هېڅ واقعي بهیر نشته."
ډېری افغانان د بغداد، کربلا او نجف په ښارونو کې مېشت دي، او لږ شمېر نور یې په بصره او اربیل ښارونو کې ژوند کوي.
جواد د هغو درېیو کسانو له ډلې یو بل کس دی چې له بيبيسي سره یې خبرې کړې دي. هغه وایي؛ "له درېیو کلونو څخه ډېر وخت کېږي چې موږ د خپلو دوسیو د پړاوونو د ټاکلو په تمه یوو، خو تر اوسه هېڅ ځواب نه دی راکړل شوی. زموږ اصلي ستونزه دا ده چې دوسیې هېڅ نه ارزول کېږي. ان اووه میاشتې کېږي چې د تمدید لپاره هر ځل اړیکه نیسو، یا په حضوري ډول د ملګرو ملتونو دفتر ته ورځو، هغوی موږ ته وایي چې د اړیکې ته په تمه اوسئ."
په عراق کې د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر بيبيسي ته ویلي چې د دغو افغانانو له خوا مطرح شوې اندېښنې مني "دا تاییدوي چې په وروستیو کلونو کې د افغانانو په ګډون د پناه غوښتونکو د نوملیکنې او اسنادو د ثبت بهیر له ځنډ سره مخ شوي دي. دغه ستونزې له عملي محدودیتونو سره تړاو لري؛ لکه محدودې مالي سرچینې، د کارکوونکو د شمېر لږوالی، او په تېرو دوو کلونو کې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو زیاتوالی."

خو افغان پناه غوښتونکو یوه بله ستونزه هم مطرح کړې ده: توپيري چلند.
د محمدرضا په وینا؛ "د ملګرو ملتونو کارکوونکي له افغان کډوالو سره سم او بې پرې چلند نه کوي. کله چې موږ د ملګرو ملتونو دفتر ته ورځو، ډېرو ته مو د ننوتلو اجازه نه راکول کېږي او بې پایلې بېرته راګرځو.
په داسې حال کې چې موږ د ملګرو ملتونو دفتر ته د رسېدو لپاره اوږده لاره وهو، خو لیدلي مو دي چې د ځینو هېوادونو پناه غوښتونکي راغلي او پرته له دې چې مخکې ورسره اړیکه نیول شوې وي، دننه تللي او کارونه یې ترسره شوي دي.
دې چارو موږ ته دا احساس راکړی چې بهیر یو شان او روڼ نه دی او توپېرېز چلند پکې شته. د (اوسېدو کارټ) د تمدید په اړه، موږ ځینې هېوادوال ولیدل چې د کارټ د مودې د پایته رسېدو له امله ۱۸ ورځې په بند خونه کې ساتل شوي وو. له افغانانو سره ډېر توپیریز چلند روان دئ."
په عراق کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د بيبيسي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د توپيري چلند د ادعاوو په اړه شوې وه، ویلي دي چې دوی د ناسم، غیرمسلکي یا توپيري چلند اړوند دا ډول ادعاوې جدي ګڼي او هېڅ ډول ناوړه چلند نه زغمي. دغه دفتر وایي چې د شکایتونو د ثبت لپاره یو محرم سیستم فعال دی
د افغان پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې د ورو بهیر تر څنګ، بله موضوع دا ده چې پناه غوښتونکي نه پوهېږي د دوی وضعیت څه ډول دی. محمدرضا په دې اړه بيبيسي ته وویل؛ "کلونه کېږي چې زموږ نومونه په سیستم کې ثبت دي، خو موږ د خپلو دوسیو د وضعیت په اړه هېڅ روښانه انځور نه لرو. نه پوهېږو چې په کوم پړاو کې یو او نه هم څوک موږ ته سپیناوی راکوي."
د عراق د قوانینو له مخې، دغو افغانانو ته په رسمي ډول د کار اجازه نشته، دوی نه شي کولی له هغه ښار څخه ووځي چې هلته یې نوملیکنه کړې ده. د دوی ماشومان هم د زدهکړو حق نه لري، او تر ټولو مهمه دا چې "تل خپل د اوسېدو کارټ د تمدید په اړه اندېښمن وي. "
محمدرضا د بيبيسي پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره د خپلې خونې د کړکۍ مخې ته داسې کېناست چې څېره یې تیاره ښکاره شي. هغه اندېښنه لري چې ښایي د ده خبرې د اوسني وضعیت لپاره ناوړه پایلې ولري. هغه بيبيسي ته وویل؛ "زموږ تر ټولو لویه اندېښنه اوږدمهاله ناڅرګنده برخلیک دی؛ دا چې کلونه په تمه یو، پرته له دې چې پوه شو زموږ راتلونکی به څه کېږي. "



















