پياېسجي لخوا د اتلانو لیګ له ګټلو وروسته فرانسه کې د تاوتریخوالي پېښې؛ سلګونه کسان نیول شوي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د فرانسې د پلازمېنې پاریس په ګډون بېلابېلو سیمو کې د فوټبال د مینهوالو او پولیسو ترمنځ له اخوډب وروسته له ۴۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.
د تاوتریخوالي دا پېښې تر هغې وروسته شوې، چې پاریس سېنټجرمن (پيایسجي) فوټبال لوبډلې تېره شپه د اتلانو لیګ پایلوبه کې د انګلنډ ارسنال ته ماته ورکړه او دویم پرلهپسې ځل یې دغه اتلولي وګټله.
په پاریس کې د هلېګولې کنټرول لپاره زرګونه پولیس ځای پر ځای شوي وو.
دغلته د بسونو او اورګاډو خدمات هم ګډوډ شوي وو.
په نښتو کې یو شمېر پولیس ټپیان شوي هم دي.
پولیسو د ښار په مرکزي سیمه کې د راټولو شویو خلکو خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.
د پياېسجي لوبډلې لخوا تېر کال هم د اتلانو لیګ د اتلولۍ له ګټلو وروسته ورته پېښې شوې وې.
خو دا ځل، د کورنیو چارو وزیر لورانت نونېز ویلي وو چې دوی احتمالي پېښو ته ښه چمتو دي.
د فرانسې پاريس سېنټ جرمن (پي اېس جي) لوبډلې تېره شپه د اروپا د اتلانو لیګ پايلوبه کې د انګلنډ ارسنال ته په ماتې ورکولو سره د دویم پرلپسې ځل لپاره دغه قهرماني وګټله.

د عکس سرچینه، Getty Images
پي اېس جي تېر کال د ايټالټا اېنټر مېلان لوبډلې ته په پايلوبه کې په ماتې ورکولو سره اتلولي په خپل نامه کړې وه.
د ارسنال او پي اېس جي تر منځ دې پايلوبه کې د ارسنال کای هاروټز په پنځمه لوبه کې لومړی ګول وکړ خو په ۶۴ دقيقه کې د پي اېس جي عثمان ډېمبلې پېنلټي ګول وکړ او ورسره لوبه مساوي شوه.
له دې وروسته هېڅ کومه لوبډله ونتوانېده چې په ۹۰ دقيقو او له دې وروسته په اضافي وخت کې ګول وکړي او له دې سره لوبه د پېنلټيو پړاو ته ورسېده. په دې پړاو کې له شپږو پېنلټيو ارسنال څلور او پي اېس جي پنځه په ګول بدلې کړې او لوبه ۳-۴ پي اېس جي وګټله.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا درېيم ځل دی چې پي اېس جي د اتلانو ليګ پايلوبه کې لوبيږي او دویم ځل یې دی چې دغه اتلولي ګټي. دوی يوزاې په د ۲۰۱۹-۲۰ کال په پايلوبه کې بايرن ميونيخ ته سيالي بايللې وه. بل پلو ارسنال بیا تراوسه د دې جام په ګټلو نه دی توانېدلی.
پي اېس جي لوبډلې په وروستیو پړاونو کې، موناکو، چېلسي، لېورپول او بايرن ميونيخ ته په ماتې ورکولو سره پايلوبې ته وتلې وه.
ارسنال بيا، کلب بروژ، ټاټنهم هاټسپر، بارسلونا او اټلټېکو ماډريډ ته ماته ورکړې وه او په پایلوبه کې یې ځان ته ځای برابر کړی و.
که د دواړو لوبډلو لوبې ته وکتل شي پي اېس جي ټول ۱۹ ګوزارونه وکړل چې له دې څلور یې پر ګول ولګېدل. د توپ پاس کولو اندازه یې هم زياته وه او تېروتنې یې هم له ارسنال کمې وې او ژېر کارډونه یې هم کم وو.
بل پلو ارسنال بيا پر ګول ټول پنځه ګوزارونه وکړل چې له دې يوازې یو پر ګول ولګېد. د توپ پاس کولو اندازه یې هم له کمه وه، تېروتنې یې هم له مقابلې لوبډلې زياتې وي او له پي اېس جي لوبډلې يې دوه ژېړ ګارډونه هم زيات واخيستل.




















