طالبانو حکومت له کانونو پرته د نورو ټولو کاروبارونو او افرادو پر عایداتو پنځوس سلنه مالیه کمه کړه

    • Author, سمیع الله موسی زی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، له کانونو پرته د نورو ټولو شرکتونو او دوکانونو پر عایداتو پنځوس سلنه مالیه کمه کړې ده.

چارواکي وايي، د دې ګام موخه پر سوداګرو او خلکو د فشار کمول او د بیو را ټیټول دي.

دا په تېرو کلونو کې دویم ځل دی چې د طالبانو حکومت په ځینو برخو کې مالیات کموي او یا د ځینو برخو مالیات معافوي.

د دې پرېکړې له مخې د منقول ( لکه موټر ) او غیر منقول ( لکه ځمکه ، کور او نور) د ملکیت د لیږد مالیه هم پنځوس سلنه کمه شوې، له دې وړاندې یو سلنه وه خو له دې وروسته به نیمه سلنه وي.

په اداري چارو کې د طالبانو د حکومت لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د دې حکم له مخې به له دې وروسته د کان کېندنې له شرکتونو پرته نور له ټولو سوداګریزو شرکتونو او خصوصي روغتونو پنځوس سلنه مالیه کمه اخېستل کېږي.

دی وايي، دا مالیه له دې وړاندې شل سلنه وه او له دې وروسته به لس سلنه وي.

د دې حکم له مخې د افرادو (حقیقي اشخاصو) پر عایداتو د مالیې د پیل اندازه هم لوړه شوې.

هغسې چې عبد السلام حنفي وویل، له دې وړاندې تر شپیته زره افغانۍ عاید پورې مالیه نه وه، خو له دې وروسته به دا اندازه ۱۲۰ زره وي.

تر یو میلیون او دوه سوه زره افغانۍ عاید پورې به همدا لس سلنه مالیه وي، که عاید له هغې لوړیږي نو بیا به مالیه پینځلس سلنه وي.

د طالبانو حکومت د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند هم دې غونډې ته وینا وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د حکومت عواید به په دې سره نور هم لوړ شي.

دوه کاله وړاندې هم د طالبانو حکومت یو لړ مالیاتي معافیتونه اعلان کړي وو.

په تېرو څو کلونو کې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي سوداګرو، دوکاندارانو او د شرکتونو څښنتانو ډېر کله د طالبانو د حکومت له لوړو مالیو سر ټکولی.

نیوکه کوونکي وايي، د طالبانو حکومت له خوا لګول شویو مالیو پڅې اقتصادي ودې او د خلکو لږ عاید ته په کتو پر اقتصادي فعالیتونو فشار ډېر کړی.

د نسبتا لوړې مالیې له ورکولو سره ، سره خلک له محدودو عامه خدمتونو او د دې خدمتونو له ټیټ کیفیته هم شکایتونه لري.