متقي: کومو هېوادونو چې د طالبانو حکومت سره تعامل ته مخه کړې، ګټه یې کړې ده
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر وايي هغو هېوادونو چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د دوی له حکومت سره تعامل، راشه درشه او اړیکې پاللې، ګټه یې کړې ده، خو څوک چې ترې شا ته شوي، په تاوان کې دي. هغه زیاتوي چې هوښیار هېوادونه پر خپله ګټه او تاوان تجدید نظر او بیا کتنه کوي.
امیر خان متقي دا څرګندونې واک ته د طالبانو د راستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسب کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې جوړې شوې غونډې ته کړې.
دې غونډې ته د طالبانو پر ګڼو نورو مشرانو سربېره یو شمېر بهرني استازي او دیپلوماتان هم ورغلي وو.
نوموړي په دې غونډه کې د کوم هېواد د نوم له اخیستلو پرته تور پورې کړ، چې ګوندې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د ملاتړ "ناکامه تجربې" تکراوي، خو دا هڅې د ده په وینا پایلې نه لري.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر همدا راز د کومې مشخصې ډلې د نوم له اخیستلو پرته د دوی د حکومت خلاف پر وسلهوال مقاومت او مبارزه بوختو کسانو ته د "مور او پلار د ازار وهلو" او "لوچکانو" خطاب وکړ.
هغه وویل د افغانستان خلکو اوس دوست او دښمن پېژندلی، ټول قومونه یې متحد دي او څوک پکې نه تفرقه اچوی شي او نه هم څوک استخدامولی شي.



