تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکايي ځواکونو لخوا د ایران د کارګو بېړۍ د نیول کېدو شېبه
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ سېنټکام د ایران د کارګو بېړۍ 'توسکا' د نیولو ویډیو خپره کړې ده.
سېنټکام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ځواکونه یې له چورلکې د رسۍ په وسیله دې ایرانۍ بېړۍ کې کښته شول.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو تر ټولو لوړې عملیاتي قومندانۍ - خاتمالانبیاء مرکزي قرارګاه - دا ګام "وسلهواله سمندري داړهماري" بللې او وايي غچ به یې واخلي.
هممهاله ځینو ایراني رسنیو رپوټ ورکړی، د دغه هېواد ځواکونو د عمان په خلیج کې د امریکا پر پوځي بېړیو د ډرون بریدونه کړي.
په دغو بریدونو کې د اوښتي زیان څه راپور نشته.
دغو اقداماتو د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د دوام په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.