څنګه خپل ماشومان د سبزیو خوړولو ته وهڅوو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په کورونو کې مو پام شوی چې کله نا کله ماشومان ترکاري نه خوري. د سبزیو خوړولو ته د دوی هڅول کله وارې ډېر ستونزمن کېږي.
یو لامل یې دا دی چې ماشومان په ډېر کم عمر کې د خوږو شیانو خوړولو باندې روږدې کېږي او هغه خوښوي.
په دې شاید تاسې پوه نه شئ چې ان د مور شیدې هم یو څه اندازه خوږه لوړې دي.
کله چې ماشومانو ته له شیدو پرته د نورو خوراکونو ورکړه پیلوئ نو د ګلپي یوه ټوټه یا له پالکه جوړه یوه مړۍ دومره نه خوښوي یا یې نه خوري.
خو بیا هم ماشومان متوازن او متنوع غذایي رژیم ته اړتیا لري چې په کې په ډېره اندازه مېوې او سبزیجات شامل وي.
ناسم او نیمګړی خوراک پر فکر کولو، تمرکز، چلند او حتی زدکړو باندې منفي اغېزې کوي.
په نړیواله کچه د ماشومانو ترمنځ چاغښت مخ په زیاتېدو دی، چې له اوږدمهاله روغتیايي ستونزو او کمزوریو له کبله تعلیمي بهیر یې هم خرابېږي.
له نېکه مرغه، څېړونکو د ماشومانو د خوړو د عادتونو د ښه کولو لپاره نوې لارې لټولې او ځینې نوښتګرې حللارې یې موندلې دي.
دا هغه شپږ ساده کارونه دي چې ساینس وایي تاسو یې په کور کې تجربه کولی او ماشومان په سبزیو خوړلو روږدي کولی شئ.

د عکس سرچینه، Getty Images
۱: پرلهپسې د سبزیو ور یادول او ور پېژندل
د برېتانیا د لېډز پوهنتون د بایوپسیکالوژۍ پروفیسوره ماریون هېدرینګټن وایي، که کوچنیانو ته د ماشومتوب په لومړیو کلونو کې د بېلابېلو سبزیجاتو ډولونه په بیا بیا ورکړئ او ډولونه یې ورته وښودل شي، نو دا هر څه یې ذهن کې کیني او د هغوی د خوړو په انتخاب کې بیا بدلون راوستلی شي.
خو په دې اړه شواهد یو شان نه دي چې ماشوم ته باید نوې خواړه په ځانګړي ډول سبزۍ څو ځلې ور وړاندې شي چې هغه یې ومني.
څېړنې ښيي چې دا شمېر له پنځو تر پنځلسو ځلو پورې توپیر کولی شي. (ښایي دا ځکه وي چې ټول ماشومان یو شان نه دي.)
خو هغه ماشومان چې عمر یې له یو کال څخه کم دی، کېدای شي د ښوونځي له عمره مخکې (د درېیو او څلورو کلونو ترمنځ) له سبزیو سره زر بلد شي.
د دې عمر ماشومان معمولاً د خوړو له نوښت او نویو خوراکونو څخه یو ډول وېره لري، نو دوی تر ډېره نوي خوراکونه نه خوري.
څيړنې وايي دا بهیر ان د ماشوم له پیدایښته مخکې هم پیلېدای شي.
داسې شواهد شته چې کوم خواړه مور خوري، د میندوارۍ پر مهال د امینونتیک مایع له لارې جنین ته رسېږي او د ماشوم د راتلونکو خوړو په انتخاب او غوراوي باندې اغېز کولی شي.
نو ځکه ټينګار کېږي چې د سبزیجاتو د منلو او خوړلو تر ټولو ښه وخت د ښوونځي له عمره مخکې دی.
هېدرینګټن وایي "که تاسو تر پنځه کلنۍ ماشومان د سبزیجاتو له بېلابېلو ډولونو سره اشنا نه کړئ، نو بیا دا کارونه درته ستونزمن کېږي."
څېړنو ښودلې چې ماشومان عموماً اړتیا لري چې یو نوی خوراک څو ځله وویني او تجربه یې کړي، چې یې په پای کې ومني او وخوري.

د عکس سرچینه، Getty Images
۲:تر ټولو د مخه اول سبزیجات ورکړئ
ماشومانو ته یوازې دا ویل چې یو خواړه د هغوی د روغتیا لپاره ګټور دي، کله ناکله برعکس پایلې لرلی شي، ځکه ماشومان عموماً هغه خواړه غواړي چې خوندور وي، نه هغه چې یوازې روغتیا لپاره ګټور بلل کېږي.
له همدې امله، غوره ده چې پام وکړئ سبزیجات د خوړو په کوم وخت کې ماشوم ته وړاندې کوئ.
کله چې د خوړو په پیل کې، هغه وخت چې ماشومان تر ټولو زیات وږي وي، او سبزي ورکړل شي، د خوړلو احتمال یې ډېرېږي.
د لېډز پوهنتون پروفیسوره ماریون هېدرینګټن وایي "ماشومان ډېر وخت هغه شی لومړی خوري چې تر ټولو زیات یې خوښ وي. او کله چې د نخودو (مټر) وار ورسېږي، هغوی نور د خوړلو لېوالتیا نه لري.
" نو ځکه مرسته کوي چې سبزیجات د هغو نورو خوراکونو له سیالۍ څخه جلا وړاندې شي چې کالوري یې لوړې وي او ماشومان یې زیات خوښوي."
د امریکا د پنسلوانیا ایالت پوهنتون د تغذیې د علومو پروفیسوره باربرا رولز هم وایي چې د خوړو په پیل کې د سبزیجاتو خوړلو ته هڅونه له ماشومانو سره مرسته کوي چې له اړتیا زیات خواړه ونه خوري.
که څه هم د لوېدیځو هېوادونو په دودیزو سهارنۍ کې سبزیجات ډېر نه کارول کېږي، خو هېڅ دلیل نشته چې سبزیجات د ورځې په لومړیو ساعتونو کې ونه خوړل شي.
د بېلګې په توګه کورنۍ کولی شي په اوملېټ کې( له هګیو جوړ یو ډول خواړه) مرخیړي (مشروم) او پالک اضافه کړي او همدا راز د ناشتې پر مهال له هرو خوړو مخکې لومړۍ ښایسته ډیزاین او پوخ شوی کدو یا نورې سبزۍ وکاروي.
په ۲۰۲۳ کال کې د برېتانیا د ماشومانو د پاملرنې په اتو مرکزونو کې یوې څېړنې وموندله چې کله یې هم ماشومانو ته لومړۍ سبزي ور مخې ته کړي له ۶۰ سلنې څخه په ډېرو مواردو کې دوی همدا سبزي خوړلې.

د عکس سرچینه، Getty Images
۳: د روغتیايي خوړو اندازه زیاته کړئ
که د سهارنۍ ناشتې پر مهال ماشومانو ته د سبزیجاتو ورکول عملي نه ښکاري، نو بله لاره دا ده چې د خوړو په ترکیب او تناسب کې بدلون راولئ.
یعنې د لوړو کالوریو لرونکو موادو اندازه کمه او د سبزیجاتو اندازه زیاته کړئ.
دا کار په څو لارو ترسره کېدای شي:
تر ډېره هڅه وکړئ چې د دسترخوان پر سر مو له ترکاریو جوړ خواړه ډېر وي یعنې خوښه یا وریجې کمې او ترکارۍ ډېرې.
ګازرې، کدو، پالک او نور سبزیجات میده یا رنده کړئ او په قورمه او یا نورو خوړو کې یې ګډ کړئ.
دا طریقه اغېزمنه ثابته شوې ده.
همدارنګه موندل شوې چې که د ماشوم د خوراک په لوښي کې د مېوو او سبزیجاتو اندازه ۵۰ سلنه زیاته شي، نو ماشوم به یې د پخوا په پرتله ډېر وخوري.
۴: د سبزیجاتو بڼه بدله کړئ
د ماشوم د خوړو په اړه د لیدلوري بدلون هم ګټور تمامېدای شي.
په حقیقت کې، زموږ د خوړو د انتخاب یوه لویه برخه له سترګو څخه پیلېږي.
کله چې ماشوم له څو انتخابونو او څو ډوله خوړو سره مخامخ شي، نو عموماً هغه خواړه غوره کوي چې ورته ډېر شنا او زړه راښکونکی ښکاري.
له همدې امله، د خوړو د وړاندې کولو طریقې بدلول کولی شي ماشومان وهڅوي چې ډېر سبزیجات وخوري.
یوې څېړنیزې ډلې موندلې چې ماشومان د نویو خوړو په تېره بیا چې په هنري ډول ښایسته لوښي کې دسترخوان ته راوړل شي، خوړلو ته یې ډېره لیوالتیا ښيي.
نورو څېړنو هم ښودلې چې ماشومان مېوې او سبزیجات هغه وخت ډېر خوري کله چې په جالبو بڼو پرې شوي وي، لکه:
دا ښيي چې کله صحي خواړه تفریحي او زړه راښکونکي ښکاره شي، د ماشومانو پام او مینه ورسره زیاتېږي.
همدارنګه څېړنو ښودلې چې که روغتیايي خواړه ماشومانو ته په داسې ځای کې کېښودل شي چې په اسانۍ سره یې وویني او لاسرسی ورته ولري، نو د خوړلو شوق یې ډېرېږي.
د ۱۰ تر ۱۳ کلونو عمر لرونکي ماشومان هغه وخت ډېر سبزیجات انتخابوي او خوري چې څو ډوله سبزیجات په یوه لوښي کې د ټاکلو برخو په بڼه ورته وړاندې شي، نه دا چې په بېلابېلو پلیټونو کې جلا جلا واچول شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
۵: خواړه یوځای وخورئ
هغه څه چې مور او پلار یې خوري، د د ماشومانو په انتخاب کې هم مهم رول لري.
که مور او پلار غیر صحي سپک خواړه لکه چپس، پاپړ، برګر یا پیزا (سنېکونه) خوښوي او خوري یې، نو ماشومان هم ډېر امکان لري چې هماغه عادت غوره کړي.
څېړنو ښودلې د هغو ماشومانو د خوړو لېوالتیا ډېره وي چې مور او پلار یې په دوامداره توګه صحي خواړه مخکې مخکې کوي او د مېوو او سبزیجاتو له خوړلو څخه خوند اخلي.
یوې اوږدمهالې څېړنې هم موندلې، هغه ماشومان چې په منظم ډول له کورنۍ سره په ګډه ډوډۍ خوري، روغتیا یې ښه کېږي او غیر صحي خوړو ته یې لیوالتیا کمېږي.
۶. خواړه په زړه پورې او ښایسته کړئ
زموږ د خوړو ډېره برخه له هغو اړیکو او تجربو څخه اغېزمنېږي چې موږ یې له خوړو سره لرو.
څېړونکي خبرداری ورکوي چې که پر ماشومانو فشار واچول شي چې ځانګړي خواړه وخوري، نو دا کار د خوړو خوند او مینه راکموي او حتی کولای شي د نا سمو غذایي عادتونو لامل شي.
په همدې ډول، که ماشومانو ته د انعام په توګه غوړ یا ډېر خواږه خواړه ورکړل شي، نو د همدغو خوړو خوښي او غوښتنه یې نوره هم زیاتېږي.
له دې ټولو سره یوه څېړنه ښيي چې ماشومانو ته د دې اجازه ورکول چې له خوړو سره لوبې وکړي، کولی شي ماشومانو کې د نویو خوړو وېره (Food Neophobia) ختمه یا کمه کړي.
د بېلګې په ډول څیړونکو ځينې ماشومان چې د سبزیو خوړلو هیڅ تمه ترې نه وه وهڅول چې ځینو سبزیو لکه پالک، ګلپي، کدو، شلغم او نور لمس کړي، بوی یې کړي، له نږدې یې وګوري.
د دې هڅونې پایله دا وه چې ماشومان له نااشنا خوړو سره چې دوی ترې وېره درلوده، ډېر بلد شي او خوړولو ته یې لیوالتیا ډېره شي.

د عکس سرچینه، Getty Images





















