جرمني ته د طالبانو حکومت د پلاوي له سفر سره هممهاله ۲۲ نور افغانان کابل ته لېږدول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
جرمني ته د طالبانو حکومت د يوه پلاوي له سفر سره همهاله دغه هېواد ۲۲ نور افغان وګړي د یوې چارټر شوې الوتکې له لارې کابل ته ستانه کړي دي.
د جرمني د راينیشه پوست ورځپاڼې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت د يوه ویاند له خولې ویلي چې "ټول دغه کسان محکوم شوي مجرمان دي او د وژنې، غلا او قصدي اورلګونې په ګډون د جرمونو په ترسره کولو تورن شوي وو".
دغه الوتنه د دوشنبې په ورځ (۳۱ اګست) کابل ته شوې. ټول کسان نارينه دي دي چې د جرمني له ۱۲ بېلابېلو ايالتونو استول شوي دي.
تېره اوونۍ هم جرمني اعلان کړی و چې د سې شنبې (۲۶ اګست) سهار یې ۲۳ افغان نارينه د يوې چارټر الوتکې له لارې له دغه هېواده ايستلي او کابل ته ستانه کړي دي.
له دې سره د هغو افغان وګړو شمېر چې په جرمني کې د اوسني ائتلافي حکومت له واک ته رسېدو راهيسې ايستل شوي ۲۵۰ تنو ته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د طالبانو حکومت يوې سرچينې بي بي سي ته تائید کړې وه چې "یو تخنيکي پلاوی" له کابله جرمني ته تللی دی. د جرمني د بهرنيو چارو وزرات هم د طالبانو حکومت د دغه پلاوي سفر تائید کړی و.
د جرمني چارواکو ويلي وو چې، د طالبانو حکومت د پلاوي سفر افغانستان ته د لا ډېرو افغان کډوالو له ايستلو سره تړاو لري.
خو د طالبانو حکومت هغه سرچينې چې بي بي سي ورسره خبرې کړې، جرمني ته د دغه پلاوي د سفر موخه د افغانستان د سفارت او کونسلګرۍ د تخنيکي سيستم ارزونه یاده کړې او وايي د افغان کډوالو د ايستلو مسئله د دغه پلاوي په کاري اجنډا کې شامله نه ده.
د جرمني اېن ډي ار رسنۍ دغه هېواد ته د طالبانو د حکومت د دری کسيز پلاوي سفر يو پټ ماموريت بللی. د دغه رسنۍ د راپور له مخې د دغه پلاوي غړي په قطر کې د ۳۰ ورځنۍ ويزې له ترلاسه کولو وروسته، د چهارشنبې په ورځ (۲۶ اګست) برلين ته ورسېدل.
سره له دې چې جرمني هم د نورو اروپايي هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو تېر کال یې په برلین او بن کې د افغانستان کونسلګرۍ د طالبانو استازو ته وسپارلې.
د جرمني دولتي رسنۍ اېن ډې ار ويلي وو چې د دغه پلاوي غړي په قطر کې د جرمني د ۳۰ ورځو ويزه ترلاسه کړې وه او د چهارشنبې په ورځ (۲۶ اګست) برلين ته رسېدلي وو.
د جرمني بلې ورځپاڼې ډي ټسايت د اګست پر ۲۹مه د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له خولې په يوه راپور کې ويلي وو چې افغانستان ته د کسانو د ستنولو لپاره باید د طالبانو د حکومت له خوا د منلو وړ اسناد موجود وي.
د دغه وزارت په وینا، "دا کار نه يوازې کافي بشري ځواک، بلکې اړين تخنيکي زېربناو ته هم اړتيا لري؛ په ځانګړي ډول که افغانستان ته د ايستل کېدونکو کسانو شمېر زيات شي".
"د دغو تخنيکي اړتياو د ژر برابرولو لپاره، يو تخنيکي ملاتړ کوونکی ټيم په لنډمهالي ټوګه هېواد ته راغلی دی".
د جرمني په فدرالي پارلمان کې اعلان شوی چې د ۲۰۲۵ کال تر پايه ۱۳ زره افغانان په دغه هېواد کې ناقانوني اوسېدل او مکلف وو چې دغه هېواد پرېږدي. د راپورونو له مخې له دغو د شاوخوا ۱۰ زره کسانو ايستل کېدی شوني نه دي.
د جرمني پر حکومت د يو شمېر کسانو له خوا داسې نيوکه کېږي چې د ايستلو د بهير عملي کولو لپاره یې "د طالبانو حکومت ته امتيازونه ورکړي" دي.
د جرمني د کورنيو چارو وزير السکاندر دوبرنېټ د روان کال د جولای مياشتې په وروستيو کې ویلي وو چې افغانستان ته د ایستلو بهير به يوزاې په مجرمينو "او امنيت ګواښونکو کسانو" پورې محدود نه وي.
جرمني د ۴۶۱ زره افغانانو کوربه دی چې دا په اروپا کې د افغان کډوالو تر ټولو ډېر شمېر بلل کېږي.


















