ګرمه سمندري څپه د سټینګ‌ریانو د زیاتېدو لامل شوې

ګرمه سمندري څپه د سټینګ‌ریانو د زیاتېدو لامل شوې
د خپرېدو وخت

د سمندر د تودوخې څپې له امله د سوېلي کالیفورنیا ساحلونه له سټینګ‌ریانو (تېره لکۍ لرونکي کب) ډکېږي، ځکه دا د سمندر تل‌اوسېدونکي ژوي د لږ ‌ژورو اوبو پر لور راځي. په ځینو ساحلونو کې د دغو کبانو د چیچلو/زخمونو شمېر لا دمخه د تېر کال پرتله دوه برابره شوی او تمه کېږي چې د "د اقلیم یوه طبیعي پدیده" شرایط به د دوی د شمېر د ریکارډ کچې زیاتېدو لامل شي.