د بدخشاني نجونو د ګاڼو جوړولو هنر

د ویډیو تشریح، د بدخشاني نجونو د ګاڼو جوړولو هنر
د بدخشاني نجونو د ګاڼو جوړولو هنر

د بدخشان په مرکز فیض اباد کې یوې متشبثې ښځې له یوې پراختیايي موسسې سره په شریکه لسګونو نجونو ته له ګرانبیه ډبرو او سپینو زرو د ګاڼو جوړولو هنر ورزده کوي او په دې برخه کې یې ورته د کار زمینه هم برابره کړې ده.‌

ثریا وايي په دودیزه بڼه د ګاڼو جوړول ډېر دقت، ظرافت او لویه حوصله غواړي.‌

د بدخشان لاجورد په ټوله نړۍ کې مشهور دي. چارواکي وايي‌ دا مېرمنې د کسب او کار ترڅنګ په دودیز ډول سپینو زرو کې د لاجوردو د کارېدو کلتوري‌ میراث هم، چې د بدخشان اړوند دی، ژوندی ساتي.