سویس کې د ایران او امریکا خبرې

د ویډیو تشریح، سویس کې د ایران او امریکا خبرې
سویس کې د ایران او امریکا خبرې
د خپرېدو وخت

د سویس او ایران پلاوي د یکشنبې په سهار د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم لیک د عملي کولو د خبرو اترو په څنډه کې دوه اړخیزې خبرې ترسره کړې.

دا خبرې د سویس په بورګن‌سټاک کې روانې دي.

د سویس په کوربتوب د دې خبرو هدف د هوکړې داسې یوه چوکاټ ته رسېدل دي چې د ایران او امریکا ترمنځ شخړه حل کړي.

د ایران پلاوی، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف کوله، د شنبې په وروستیو کې بورګن‌سټاک ته رسېدلی و.

د امریکا مرستیال ولسمشر ډي ونس هم د یکشنبې په سهار هلته ورسېد.

دې خبرو ته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم ورغلی دی.