عربستان کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د ویش لړۍ پيلیږي

    • Author, سمیع الله موسی زی
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په سعودي عرب کې د افغانستان سفارت وايي هغو افغانانو ته چې په پاکستاني پاسپورټونو دغه هېواد ته تللي د افغان پاسپورټونو د ویش لړۍ پیلوي.

د افغان پاسپورټونو د ویش دا بهیر ریاض کې د افغان سفارت او د سعودي عرب د کورنیو چارو وزارت له خوا په ګډه ترسره کیږي. ویل کېږي د وګړو د افغان تابعیت له ثابتیدو وروسته به هغوی ته افغان پاسپورټ ورکول کیږي.

ریاض کې د افغانستان سفارت وايي اټکل کوي چې له لسو زرو تر شلو زرو افغانان د معلوماتو د اړولو بهیر ته په تمه دي او غواړي افغان پاسپورټونه تر لاسه کړي.

لوی شمېر افغانان چې په پاکستاني پاسپورټونو سعودي ته تللي کلونه هملته ایسار دي، د ځینو په اړه داسې رپوټونه هم شته چې کله بېرته پاکستان ته ستانه شوي نیول شوي او زنداني شوي دي.

د سعودي حکومت په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې څو ځلې د د دې افغانانو د هویت له تثبیت وروسته د افغان سفارت په مرسته د افغان پاسپورټ د ویش لاره برابره کړې. خو ښکاري چې په پاکستاني پاسپورټ سعودي ته د تللو افغانانو شمېر لوړ دی او لا هم د ټولو معلومات نه دي صحیح شوي.

یوې سفارتي سرچینې بي بي سي ته وویل دا بهیر په ۲۰۰۷ کال کې پيل شوی او په څو پړاوونو کې شاوخوا ۵۶ زره هغو افغانانو ته افغان پاسپورټونه ویشل شوي چې دغه هېواد ته په پاکستاني پاسپورټونو تللي دي.

سعودي عربستان د افغانستان په پاسپورټ د کار ویزه نه ورکوي نو ځکه سعودي ته په پاکستاني پاسپورټ دافغانانو تګ له څو لسیزو راهیسې دوام لري. ګڼو افغانانو د دې پلان هرکلی کړی دی.

له دې مخکې د پاکستان د پاسپورټ ادارې مشر مصطفی جمال قاضي د دغه هېواد د مشرانو جرګې د کورنیو چارو کمیسیون ته ویلي و چې تېرو پنځو کلونو کې له دولسو زرو زیات افغان وګړي په جعلي پاکستاني پاسپورټونو سعودي ته تللي او نیول شوي. هغه دا هم ویلي له نیول شویو کسانو ډېر یې افغانستان ته استول شوي دي.

نوموړي وویل په تېرو څو کلونو کې د جعلي پاسپورټونو په تړاو د پاسپورټ او ملي ډیټابیس او ثبت ادارو د یو شمېر کارکوونکو پر وړاندې قانوني ګامونه هم اخیستل شوي.