BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د امریکا استخباراتي خبرداری: د امریکایانو د وژلو لپاره د ایران پلانونه 'پرمختللو پړاوونو' ته رسېدلي
په یوه تازه استخباراتي یادداشت کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته استول شوی، راغلي چې د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د ارزونې له مخې، "ایران په منځني ختیځ او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکايي ډیپلوماټانو او چارواکو د په نښه کولو هڅې د پام وړ زیاتې کړې دي او د مرګونو بریدونو پلانونه پرمختللو پړاوونو ته رسېدلي دي. "
"نباتي غوښه"د افغانستان په کرندو کې ارزښمن خواړه؛ ولې سویا بین د خلکو پر دسترخوان نشته؟
افغانستان د نړۍ له یوې تر ټولو سختې خوارځواکۍ سره مخ دی، د دغه هېواد په لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې د پروټینونو یو غني محصول کرل کېږي چې لا هم ډېری افغانان پرې خبر نه دي. بي بي سي د (دهقان) د راډیویي خپرونې د لومړۍ کلیزې په پلمه، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم پر څلورمه پیل شوې وه، دا وار له همدې پوښتنې سره چې چاره څه ده؟ د افغانستان کروندو ته ورغلې ده.
د بریتانیا د مصنوعي ځیرکتیا بیولوژيکي امنیت لابراتوار څه دی چې ۱۰۰ میلیونه پونډه پرې لګوي؟
بریتانیا وايي د مصنوعي ځیرکتیا د بیولوژیکي امنیت ملي لابراتوار (AIBL) جوړوي، چې د راټوکېدونکو بیولوژیکي ګواښونو پر وړاندې خپل دفاعي چمتووالی پیاوړی کړي.
کرېکټ: افغانستان زېمبابوې ته په ماتې ورکولو دری هېواديزه لوبلړۍ وګټله
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې زېمبابوې ته په پايلوبه کې په ماتې ورکولو سره د کرېکټ يو ورځنيو دری هېواديزه لوبلړۍ وګټله.
شهباز شریف د خیبر پښتونخوا حالت له افغانستان سره تړلی؛ د طالبانو حکومت څه وايي؟
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا تور پورې کړی چې افغان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارېږي او همدې حکومت اړ کړ چې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او والي واکمني نافذه کړي. شهباز شریف دا ادعا تېره ورځ په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له واکمن والي، پوځي او سیاسي چارواکو او قبایلي مشرانو سره په یوه غونډه کې کړې ده.
د راشد خان ۲۵۰مه نړیواله لوبه؛ دا افغان ستوری کوم ریکارډونه لري؟
د افغان کرېکټ ستوري لوبغاړي راشد خان د زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان له نننۍ یو ورځنۍ لوبې سره په ټولو فارمټونو کې ۲۵۰ نړيوالې لوبې بشپړې کړې.
پر سعودي له تازه بریدونو وروسته د تېلو بیه له ۱۱۳ ډالرو اوښتې
پر سعودي عرب د یمن د حوثیانو د وروستیو بریدونو او په پایله کې یې له منځني ختیځه د سونتوکو د صادراتو پر وړاندې د لا ډېرو خنډونو په تړاو د اندېښنو له کبله د جمعې پر ورځ د تېلو بیې نورې هم وختلې. تېره ورځ (د اکتوبر په ۲۲مه) د بازار د تړل کېدو پر مهال د برېنټ اومه تېلو بیه د روان کال د می میاشتې له څلورمې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وه.
د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبلړۍ: افغانستان بنګله دېش ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه
د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلونو لوبډلې په عمان کې بنګله دېش ته په څلورو وېکتو وېکټو ماته ورکړه او له دې سره د دواړو هېوادونو لوبلړۍ مساوي پایته ورسېده.
د 'ترکیې معارف بنسټ' افغانستان کې د زدهکوونکو شمېر لوړوي
د افغانستان دولتي خبري اژانس(باختر) په یوه رپوټ کې ویلي، د ترکیې معارف بنسټ پلان لري چې په افغانستان کې خپل ښوونیز فعالیتونه پراخ کړي او د زدهکوونکو شمېر له ۶ زرو ۸ زرو ته لوړ کړي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د پوستکي د ځوان ښکاره کېدو لپاره څه وخورو؟
پوستکی د انسان د بدن تر ټولو لوی غړی دی او باید د ټول عمر لپاره زموږ بدن وساتي. پر دې سربېره چې ښه ساتل شوی پوستکی موږ ځوان ښکاره کوي، د پوستکي روغتیا زموږ د بدن د عمومي روغتیا لپاره هم ګټوره ده. خو پوستکی زموږ د بدن او بهرني چاپېریال ترمنځ د محافظتي پردې په توګه د بېلابېلو زیانونو له خطر سره مخامخ دی. د چاپېریال ګڼ عوامل د پوستکي په زړېدو کې ونډه لري، چې پکې د هوا ککړتیا، اوزون (یو ګاز دی چې له درېیو اکسیجن اتومونو جوړ شوی دی) او د اقلیم بدلون شامل دي. دا خبره د چاپېریالي طب لپاره د لایبنیتز څېړنیز انسټیټیوټ د پوستکي ناروغیو استاد ژان کروټمن کوي.
ایا ستاسې د مخ یو ساده عکس ښودلی شي چې تاسو څومره ناروغ یاست؟
امریکايي څېړونکي وايي، د مصنوعي ځیرکتیا یوه وسیله ښايي له ډاکټرانو سره د ناروغ د مخ یوازې د یوه عکس له لارې د هغه د ناروغۍ شدت په ارزولو کې مرسته وکړای شي.
هغه سړی چې ۵۸ اولادونه لري؛ "نومونه یې رانه هېرېږي، په نس یې نه شم مړولی"
د هر نوي ماشوم له زېږون سره یې پر اوږو د مسولیت بار لا پسې درنېده، خو دې کار هغه د ډېرو ماشومانو له لرلو را و نه ګرځاوه. د محمد صادق کورنۍ د ټول افغانستان په کچه ښايي تر ټولو لویه هغه وي. د ارزګان دا اوسېدونکی له څلورو مېرمنو ۵۸ ماشومان لري او تر ټولو کوچنی ماشوم یې یوازې څو اوونۍ وړاندې وزېږېد.
یمن کې ترینګلتیا: لسګونه کسان وژل شوي او د وسلو د قاچاق خبرداری ورکړل شوی
په يمن کې د سعودي په مشرۍ د مشروعيت د ملاتړ په نوم ټلوالې د سه شنبې پر ورځ د حوثي انصار الله ډلې ته خبرداری ورکړ چې پر سمندري لاره د وسلو، توغنديو او پوځي وسایلو قاچاق کې له "دودیزو سمندري وسيلو" ګټه وانخلي. د يمن حکومتي ځواکونو ويلي چې په يمن کې یې د حوثیانو پر وړاندې خپل عمليات پراخ کړي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۱۶۴ کره او مخامخ بریدونه کړي دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

















































