BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • تېل

    پر سعودي له تازه بریدونو وروسته د تېلو بیه له ۱۱۳ ډالرو اوښتې

    پر سعودي عرب د یمن د حوثیانو د وروستیو بریدونو او په پایله کې یې له منځني ختیځه د سونتوکو د صادراتو پر وړاندې د لا ډېرو خنډونو په تړاو د اندېښنو له کبله د جمعې پر ورځ د تېلو بیې نورې هم وختلې. تېره ورځ‌ (د اکتوبر په ۲۲مه) د بازار د تړل کېدو پر مهال د برېنټ‌ اومه تېلو بیه د روان کال د می میاشتې له څلورمې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وه.

  • کرېکټ‌

    کرېکټ: افغانستان او زېمبابوې نن د درې هېوادېزې لوبلړۍ په پایلوبه کې مخامخېږي

    د افغانستان کرېکټ‌ ملي لوبډله نن د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د درې هېوادېزې لوبلړۍ په پایلوبه کې له زېمبابوې سره مخامخېږي. ټاکلې دا لوبه چې،‌ د متحدو عرب اماراتو په شارجه کې کېږي،‌ د افغانستان پر وخت د مازیګر ۴ بجې پيل شي.

  • A composite image shows Gadi Eisenkot (left) and Israeli PM Benjamin Netanyahu (right) side by side. Israel's flag can be seen in the background

    د اسرائیلو په ټاکنو کې د نتنیاهو اصلي سیال ګادي ایزنکوټ څوک دی؟

    ټولپوښتنې ښيي چې د بنیامین نتنیاهو ایتلافي واکمني، چې د هغه خپل لیکود ګوند ښايي د اکتوبر د ۲۷مې له عمومي ټاکنو وروسته د پارلماني اکثریت په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ شي. د دې مهم لامل ګادي ایزنکوټ دی. ایزنکوټ د اسرائیلو پخوانی پوځی مشر، د هغه سیاستوال (نتنیاهو) لپاره یوه ناڅاپي سیالي رامنځته کړې چې د تېرو نږدې درېیو لسیزو ډېره برخه یې پر اسرائیلو واکمني کړې ده. له سیاسي پلوه، ایزنکوټ نسبتاً نوی څېره ګڼل کېږي.

  • پولیو

    په افغانستان کې د پولیو ۶ نورې مثبتې پېښې؛ د طالبانو حکومت یې مشکوکې بولي

    د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ شپږ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې له دغو مثبتو پېښو درې په کندهار، دوه په ننګرهار او یوه پلازمېنه کابل کې ثبت شوې ده. له دغو نویو ثبت شویو پېښو سره روان ۲۰۲۶م کال په افغانستان کې د پولیو د ثبتو شویو مثبت پېښو شمېر له ۴۰ واوښت. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، دا پېښې مشکوکې دي او دوی یې په اړه پلټنه کوي.

  • په دمام کې د پاچا فهد نړیوال هوايي ډګر

    سعودي کې پر 'دمام' هوايي ډګر او 'شیبه' نفتي تاسیساتو بریدونو کې څلور کسان وژل شوي۱۰ ټپیان دي

    د سعودي عرب د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د دغه هېواد په ختیځ دمام ښار کې د پاچا فهد پر نړیوال هوايي ډګر د چارشنبې ماښام په ډرون برید کې لږترلږه یو بهرنی وګړی وژل شوی او اته کسان ټپیان شوي دي. هممهاله رپوټونه وايي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د خپل سفارت ټولو کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته امر کړی چې له سعودي ووځي. ویل کېږي واشنګټن په متحدو عرب اماراتو، اردن، قطر او بحرین کې هم د خپلو سفارتونو د کارکوونکو د کورنیو د ایستل کېدو سپارښتنه کړې.

  • یوه ښځه چې سره ویښتان لري د روسیې په تازه بریدونو کې دوو زیانمنو شویو موټرونو سره ولاړه ده او په تلېفون خبرې کوي

    د اوکرایین جګړې پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د حکومت هڅې او پر کیېف د توغندیو تازه بریدونه

    د اوکرایین پر پلازمېنه د توغندیو تازه بریدونه شوي دي. د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي د چارشنبې شپې په بریدونو کې څو کورونه لګېدلي او شپږ کسان پکې ټپیان شوي دي. دا بریدونه تر هغې یوازې څو ساعته وروسته کېږي چې مسکو په لویه کې د سولې د خبرو بېرته پیلېدو ته چمتووالی وښود او د امریکا ولسمشر وویل نړۍ ښایي اوس تر بل هر وخت د اوکرایین د جګړې پای ته ډېره نږدې شوې وي.

  • افغان کرېکټ لوبغاړي

    کرېکټ: افغانستان بنګله دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او د لوبلړۍ پایلوبې ته ووت

    د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د درې هېوادیزې لوبلړۍ په سیالۍ کې بنګله دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او د دې لوبلړۍ پایلوبې ته ووته.

  • د لاسلیک پر مهال

    ترکیه، پاکستان، قطر او اندونیزیا د "بدر تړون" کې یو ځای شول

    پاکستان، ترکیې، قطر او اندونیزیا د "بدر تړون" د هوکړې پر لومړني سند لاسلیکونه وکړل. د ترکیې د دفاع وزارت په وینا، په دې تړاو د چهارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې ناسته وربلل شوې وه.

  • ټرمپ

    ټرمپ: "ایران ته د ماتې ورکولو لپاره د هېچا مرستې ته اړتیا نه لرم"

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دعوه کړې چې ایران ته د ماتې ورکولو لپاره د "هېچا مرستې ته اړتیا" نه لري او یوازې دا پرېکړه کول دي چې دا جګړه په "ښه ډول" وګټي او که په "بد". د بي‌بي‌سي فارسي د خبر له مخې، ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې تېره ورځ ځايي وخت مازدېګر په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته په خبرو کې کړې دي. ده ویلي، "تاسې خبر یئ چې د ایران په مسئله کې موږ په ډېر ښه موقف کې یوو. یوازې دا پرېکړه باید وکړم چې خپل بری څه ډول غواړو؛ له ښې لارې بریا غواړو او که له ناوړه لارې؟"

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • د اسرائیلو په ټاکنو کې د نتنیاهو اصلي سیال ګادي ایزنکوټ څوک دی؟
  • Keyframe #7
  • .
  • Keyframe #1
  • BBC
  • Keyframe #1
  • د ډرون په مټ یو ټپي سرتېری لېږدول کېږي
  • سهیل اپریدی
  • یوه ښځه هېنداره کې ګوري
  • Keyframe #6
  • په روسیه کې د پوتین پر ضد پټ تخریبي فعالیتونه
  • Keyframe #9

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • مېوه

    د پوستکي د ځوان ښکاره کېدو لپاره څه وخورو؟

    پوستکی د انسان د بدن تر ټولو لوی غړی دی او باید د ټول عمر لپاره زموږ بدن وساتي. پر دې سربېره چې ښه ساتل شوی پوستکی موږ ځوان ښکاره کوي، د پوستکي روغتیا زموږ د بدن د عمومي روغتیا لپاره هم ګټوره ده. خو پوستکی زموږ د بدن او بهرني چاپېریال ترمنځ د محافظتي پردې په توګه د بېلابېلو زیانونو له خطر سره مخامخ دی. د چاپېریال ګڼ عوامل د پوستکي په زړېدو کې ونډه لري، چې پکې د هوا ککړتیا، اوزون (یو ګاز دی چې له درېیو اکسیجن اتومونو جوړ شوی دی) او د اقلیم بدلون شامل دي. دا خبره د چاپېریالي طب لپاره د لایبنیتز څېړنیز انسټیټیوټ د پوستکي ناروغیو استاد ژان کروټمن کوي.

  • A tired woman wearing a pink dressing gown looks at herself in the mirror, with her hand touching the side of her forehead

    ایا ستاسې د مخ یو ساده عکس ښودلی شي چې تاسو څومره ناروغ یاست؟

    امریکايي څېړونکي وايي، د مصنوعي ځیرکتیا یوه وسیله ښايي له ډاکټرانو سره د ناروغ د مخ یوازې د یوه عکس له لارې د هغه د ناروغۍ شدت په ارزولو کې مرسته وکړای شي‌.

  • محمد صادق

    هغه سړی چې ۵۸ اولادونه لري؛ "نومونه یې رانه هېرېږي، په نس یې نه شم مړولی"

    د هر نوي ماشوم له زېږون سره یې پر اوږو د مسولیت بار لا پسې درنېده، خو دې کار هغه د ډېرو ماشومانو له لرلو را و نه ګرځاوه. د محمد صادق کورنۍ د ټول افغانستان په کچه ښايي تر ټولو لویه هغه وي. د ارزګان دا اوسېدونکی له څلورو مېرمنو ۵۸ ماشومان لري او تر ټولو کوچنی ماشوم یې یوازې څو اوونۍ وړاندې وزېږېد.

  • د حوثیانو سرتېري17 أكتوبر/تشرين الأول 2026

    یمن کې ترینګلتیا: لسګونه کسان وژل شوي او د وسلو د قاچاق خبرداری ورکړل شوی

    په يمن کې د سعودي په مشرۍ د مشروعيت د ملاتړ په نوم ټلوالې د سه شنبې پر ورځ د حوثي انصار الله ډلې ته خبرداری ورکړ چې پر سمندري لاره د وسلو، توغنديو او پوځي وسایلو قاچاق کې له "دودیزو سمندري وسيلو" ګټه وانخلي. د يمن حکومتي ځواکونو ويلي چې په يمن کې یې د حوثیانو پر وړاندې خپل عمليات پراخ کړي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۱۶۴ کره او مخامخ بریدونه کړي دي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۳
      ژوول څنګه د دماغ فعالیت زیاتوي؟