BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د خاتم النبيين مرکز

    د طالبانو په حکومت کې سرچينې وايي، د خاتم النبيين مرکز ځمکه "امارتي ده او بايد حکومت" ته وسپارل شي

    په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، په کابل کې د خاتم النبین پوهنتون، مدرسه او تمدن تلویزیون د هغې ځانګړې محکمې د حکم له مخې تخلیه کېږي چې د "دولتي ځمکو د بېرته تر لاسه کولو لپاره جوړه شوې". دغه سرچینه زیاتوي، دا ځای محکمې "امارتي" اعلان کړی او باید "حکومت ته وسپارل" شي. په همدې مهال سرچینو بي بي سي ته تائید کړې، چې د شیعه ګانو یاد د خاتم النبیین تعلیمي مرکز د قضیې په تړاو د دوی د امنیتي ځواکونو د اقدام پر وړاندې د شوي اعتراض یو شمېر ګډونوال یې نیولي دي.

  • د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستۍ پله ته نژدې د دې تېل لېږدونکي ریل ګاډي تصویر د ۲۰۲۵ په جون کې اخیستل شوی.

    'افغانستان له ازبکستان سره په سوداګرۍ کې پنځم ځای خپل کړ'

    د افغانستان سوداګرۍ خونې بي بي سي‌ ته منلې چې په تېرو اووه میاشتو کې له افغانستان سره د ازبکستان د سوداګرۍ کچه یو اعشاریه دوه میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده. په افغانستان کې د سوداګرۍ خونې سلاکار خان جان الکوزی وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدو وروسته ډېرو افغان سوداګرو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړه او هڅه کوي‌ چې له یادو هېوادونو سره راکړه ورکړه ډېره کړي. " افغان سوداګر اوس د منځنۍ اسیا له هېوادونو خوراکي مواد، غوړي، دوا او ځینې نورې توکي واردوي او همدارنګه وچه او تازه مېوه، غالۍ او غوښه یادو هېوادونو ته صادرېږي".

  • ارشیف تصویر

    بلوچستان: د تاوتریخوالي پېښو کې د درېیو افغانانو په ګډون څلور کسان وژل شوي

    د بلوچستان په دوو ضلعو یا ولسوالیو، چاغي او دوکۍ کې په دوو جلا امنیتي پېښو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي، چې په وژل شویو کې یو قومي مشر هم شامل دی، او دوه نور کسان لا هم بې درکه دي. د ځايي حکومتي چارواکو په وینا، په دوکۍ کې وژل شوي درې کسان افغانان دي، چې د یوه قومي مشر په کرونده کې یې د ساتونکو (څوکیدارانو) په توګه دنده ترسره کوله.

  • A black and white still from US footage of a tanker being hit with 'unclassified' written in green along the top

    امریکا او ایران د شخړې له بیا سختېدو سره د یو بل پر بېړیو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل

    د امریکا او ایران اړوند بېړیو د شنبې په ورځ د یو بل پر ضد غچ اخیستونکي بریدونه وکړل. دا د هغو بریدونو وروستۍ لړۍ ده چې یوه اوونۍ وړاندې، له نږدې یوې میاشتې نسبي ارامۍ وروسته یې بیا زور اخیستی دی.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • انګور
  • ږلۍ
  • اسونه
  • نجلۍ
  • ښځه
  • خیبر
  • برقۍ
  • نیپال سېلابونه
  • پولیس
  • قبرس

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • پخوانی ولسمشر حامد کرزی

    حامد کرزی: "دوې لوڼې مې له زدکړو پاتې دي، ډېرې زياتې خواشينې دي"

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لندن فايننشل ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې د هغه له درېیو لوڼو دوه یې له شپږم ټولګي پورته (لېسې) زدکړو محرومې شوې چې په وینا یې "هغوی په دې تړاو ډېرې زياتې خواشينې دي". د فايننشل ټايمز خبريال انډرېس شيپاني له "فايننشل ټايمز سره د غرمنۍ" په نامه د ځانګړې خپرونې لپاره په کابل کې د حامد کرزي په کور کې له هغه سره مرکه کړې ده.

  • د طالبانو حکومت ویاند

    د طالبانو حکومت: په تېر یو کال کې نږدې "دوه میلیون" افغانان هېواد ته ستانه شوي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په تېر یوه کال کې له پاکستان، ایران او ترکیې څلور لکه او نوولس زره او ۷۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې چې یو میلیون او ۹۹۷ زره ۴۷۱ کسان کېږي. د طالبانو حکومت په وینا له دې ډلې ۲۱۷ زره ۹۲۴ کورنۍ له پاکستان، ۲۰۰ زره ۹۲۱ کورنۍ له ایران او ۲۳۰ کورنۍ له ترکیې هېواد ته راستنې شوې دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د دغو کډوالو د ملاتړ لپاره له کورنیو او بهرنیو بنسټونو "۲۱ میلیونه ۹۹۵ زره امریکايي ډالره او له ۴۸ میلیونه افغانیو" ډېرې مرستې راټولې شوې دي.

  • ټرمپ

    ټرمپ: امریکا ښايي ډېر ژر د ایران 'کوه کلنګ' په نښه کړي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ له خبریالانو سره په مرکه کې وویل امریکا ښايي ډېر ژر د ایران په "کوه کلنګ" (چې لوېدیځې رسنۍ یې د Pickaxe Mountain په نوم یادوي) برید وکړي. کوه کلنګ تر ځمکې لاندې د تونلونو یوه ټولګه ده چې د ایران د نطنز اټومي تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري. هغه زیاته کړه: ''موږ د هر هغه کس په اړه معلومات لرو چې په کوه کلنګ کې خوځښت کوي. موږ په ټول ایران کې د خلکو د تګ راتګ په اړه معلومات لرو.''

  • حکمتیار

    له ګوندي ملګرو د حکمتیار غوښتنه: د طالبانو او سیاسي بهیرونو له 'ملاتړو او ستایونکو' سره اړیکي پرې کړئ

    د افغانستان اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د خپل ګوند له پلویانو غوښتي، چې له هغو کسانو سره ګوندي اړیکي پرې کړي، چې د ده په وینا د طالبانو په ګډون د افغانستان د ځینو نورو سیاسي بهیرونو او ګوندونو د سیاستونو ''ستاینه او حمایت کوي یا یې غړي شوي.'' دي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۷ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۶ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۸
      ایا رښتیا هم ځمکه دوې سپوږمۍ لري؟