اسراييلي هوايي بریدونو ۱۴ فلسطینيان ټپیان کړي

اسراییلي چارواکو د غزې په ۴۰ کیلومترۍ کې ټول ښوونځي تړلي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسراییلي چارواکو د غزې په ۴۰ کیلومترۍ کې ټول ښوونځي تړلي
د خپرېدو وخت

اسرائیلو ویلي، له غزې تراډې پر دوی تر بریدونو وروسته اسرائیلي پوځ هوايي بریدونه کړي دي.

اسراییلي الوتکو ټوله شپه لږ ترلږه ۲۰ ځایونه په نښه کړل چې د راپورونو اړوند لږ تر لږه ۱۴ کسان یې ټپیان کړي.

په ټپیانو کې یوه مېرمن او دوه ماشومان هم دي، چې د دې بریدونو په ځواب کې د فلسطین لخوا راکټي بریدونه شوي.

اسرائیلو خپل (تیارسئ) ۱۵۰۰ ځواکونه هم بریدونو ته ورغوښتي دي.

د غزې له پولې سره نېدې پوځي ځواکونه ځای پرځای شوي، خو د اسرائیلو کابینې تر اوسه ځمکنيو بریدونو اجازه نه ده ورکړې.

وړاندې، له اسراييلو پر غزې په هوايي بریدونو کې نهه فلسطینيان وژل شوي وو، چې په غبرګون کې یې د فلسطیني سخت دریځو حماس ډلې جنګیالیو د اسرائیلو پر سوېل راکټي بریدونه وکړل.

اسراييلو دا خبره رد کړې چې په دې برید کې نهه فلسطیني وژل شوي خو د حالاتو د خرابولو ګواښ یې کړی.

د اسراییلو او حماس ترمنځ نوې شخړې هلته پیل شوې چې د دریو اسراییلو او یوه فلسطیني ځوان وژنه را منځ ته شو.

اسراییلي پوځ وایي، پر دوشنبې د یوه ساعت په ترڅ کې ۴۰ راکټه د حماس لخوا راغلي.

اسراییلي چارواکو د غزې په ۴۰ کیلومترۍ کې ټول ښوونځي تړلي.

له دې مخکې د اسراییلو لخوا پر غزې د هوایي بریدونو پایله کې نهه فلسطیني سخت دریځي وژلي شوي وو.

حماس ډلې ویلي وو، اسرائیل به د دې بریدونو لوړ قیمت ورکړي.

فلسطیني سخت دریځې حماس ډلې ویلي، په شمال کې هوايي برید د دوی شپږ کسان وژلي.

پر اسراییلو د غزې لخوا لږترلږه د ۲۰ راکټي بریدونو په ځواب کې د اسرائیلو لخوا په هوايي بریدونو کې درې نور سخت دریځ هم ووژل شول.