د عکسونو البوم: کرایسټ چرچ جوماتونو کې 'ترهګریز' بریدونه

د خپرېدو وخت

د نیوزیلنډ کرایسټچرچ ښار پر دوو جوماتونو خونړي ترهګریز بریدونه شوي، چې لږترلږه ۴۹ کسان په کې وژل شوي او نژدې همدومره ټپیان شوي دي. یو مشکوک بریدګر محکمې ته وړاندې شوی دی.

کریاسټچرچ
د عکس تشریح، د نیوزینلډ لومړۍ وزیرې جسیندا اردون خبریالانو ته وویل، په دې 'ترهګریز' برید کې ۴۹ کسان وژل شوي دي.
کریاسټچرچ
د عکس تشریح، پر النور جومات برید کې ژغورل شوی حمزه یوسف کرایسټ چرچ روغتون مخې ته انتظار کوي
کریاسټچرچ
د عکس تشریح، له برید وروسته، ښاریانو له وژل شویو سره د غمشریکۍ په پلمه د ګلانو ګېډۍ جومات ته راوړلې وې
کریاسټچرچ
د عکس تشریح، د نیوزیلنډ کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د وژل شویو سربېره ۴۷ کسان ټپیان شوي هم دي
کریاسټچرچ
د عکس تشریح، له برید وروسته بنګله دېش کې د برید غندلو په پلوۍ لاریونونه وشول
کریاسټچرچ
د عکس تشریح، کرایسټ چرچ ښار کې پولیسو له اغېزمنو شویو ځایونو کمربند راتاو کړی
کریاسټچرچ
د عکس تشریح، د اسټرالیا نجونو رګبي لوبډلې له لوبې پیلېدو مخکې شوه شېبه چوپه خوله پاتې شوې ده
کریاسټچرچ
د عکس تشریح، کرایسټچرچ کې پر جوماتونو له برید وروسته نیوزیلنډ کې ملي بیرغ نیمه ځوړند شوی دی
کریاسټچرچ
د عکس تشریح، د پولیسو مشر مایک بوش وویل، بریدونه په ډین ایوینیو کې پر النور او لن ووډ جوماتونو شوي دي
کریاسټچرچ
د عکس تشریح، له برید وروسته عیني شاهدان او اغېزمن خلک لیدل کېږي
کریاسټچرچ
د عکس تشریح، له برید وروسته کسانو ټکان خوړلی
کریاسټچرچ
د عکس تشریح، ټپیان روغتون ته وړل شوي، خو د ۱۱ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی
کریاسټچرچ
د عکس تشریح، د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې دا د نه منلو برید بللی دی
کریاسټچرچ
د عکس تشریح، د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل، د فرانسې ولسمشر، امانوېل مکرون، د امریکا او افغانستان پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او حامد کرزي او نورو نړیوالو مشرانو هم په نیوزیلنډ کې دا برید غندلی دی.