ايران او عراق کې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې
د خپرېدو وخت
ايران کې يوې زلزلې شاوخوا درې نيم سوه کسان وژلي، او زرګونه نور يې ټپيان کړي دي.عراق کې هم شپږ تنه وژل شوي دي.
زلزلې د حلبجې جنوب دېرش کيلومترۍ کې د دواړو هېوادو ترمنځ سيمه ځپلې، چې ځواک یې د رېختر په کچه ۷،۳ درجې بلل شوی دی.
دا زلزله دومره زوروره وه، چې لړزې یې ان لبنان او ترکيه کې هم احساس شوې دي.