د طالبانو حکومت سفير: پاکستان د افغانستان او سیمې امنيت ته ګواښ دی

د ویډیو تشریح، د طالبانو حکومت سفير: پاکستان د افغانستان او سیمې امنيت ته ګواښ دی
د طالبانو حکومت سفير: پاکستان د افغانستان او سیمې امنيت ته ګواښ دی
د خپرېدو وخت

په مسکو کې د طالبانو حکومت سفير د پاکستان پر پوځ او حکومت سختې نيوکې کړې او دا یې، د افغانستان او سيمې امنيت ته يوزاينی "ګواښ" بللی دی.

ښاغلي ګل حسن حسن چې په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په تړاو یوه کډه ناسته کې خبرې کولې وويل، "موږ باید په وضاحت سره ووايو چې اوس زموږ د سيمې امنيت او ثبات ته ګواښ د پاکستان له خوا متوجه دی. پاکستان نه يوازې د افغانستان د حکومت مخالفين ساتي بلکې هلته یې د نشه يي توکو او د داعش د فعاليتونو لپاره هم پراخ بستر برابر کړی دی."

د پاکستان حکومت د یاد طالب چارواکي خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې دا ډول تورونه بې بنسټه بللې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې په غونډه کې ګډون درلود، د طالبانو حکومت یو واقعیت وباله او له کابل سره یې د نړیوال تعامل پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.